طالبان: د افغانستان په شمال کې د داعش د شتون اړوند راپورونه بې بنسټه دي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳غبرګولی،  ۱۳۹۸ل): طالبان وايي، د افغانستان په شمال کې د داعش ډلې د جنګیالیو د شتون خبرونه بې اساسه او د غلطو معلوماتو په بنسټ ترتیب کړل شوي دي.

د طالبانو ویاند «ذبیح الله مجاهد» په همدې تړاو خپره کړې اعلامیه کې لیکلي «له تیرو څو ورځو را په دې خوا د روسيې هیواد ځينو مسئولینو، ورپسې د کابل ادارې ځينو چارواکو ادعاوې وکړې چې ګنې د افغانستان په شمالي ولایتونو کې تر ۵۰۰۰ پورې د داعش اړوند یا نور بهرني جنګلیالي شتون لري، اسلامي امارت په دې اړوند خپاره شوي راپورونه بې اساسه او د غلطو معلوماتو په اساس ترتیب شوي بولي.»

اعلامیه وړاندې زیاتوي «اسلامي امارت تیر کال د هیواد په شمال کې د داعشي فتنې په ضد پراخ عملیات وکړل

د څو ورځنیو نښتو په ضمن کې د داعش جرړې له ټول شمال څخه وختې، اکثره غړي يې ووژل شول، یا تسلیم شول، او د څو مشرانو په ګډون تر ۲۰۰ پورې غړوته يې د کابل ادارې او امریکایانو لخوا امن او نجات ورکړل شو بلخ او کابل ته انتقال شول».

د اعلامیې په بنسټ «تازه تر لاسه شوي معلومات ښيي چې هغه یو شمیر داعشي فتنه ګر چې تیر کال د درزاب په جګړه کې د کابل ادارې په هليکوپترو کې ژغورل شوي وو، اوس بیرته د کابل ادارې د استخباراتو لخوا د درزاب ولسوالۍ له مرکز سره نیږدې د اربکیانو په نامه ځای پرځای شوي او پوستې په اختیار کې ورکول شوې دي».

طالبان په افغانستان کې د داعش د تمویل لاملونه د طالبانو په وړاندې د یوې نوې جنګي جبهې پرانستل او ګاونډیو هیوادونو ته د خطر پېښول بولي «په عین مهال د امریکایانو او کابل ادارې د استخباراتو لخوا د هیواد د دوو شرقي ولایتونو ننګرهار اوکنړ په ځينو سیمو کې د داعش په نامه فتنه ګر د دې لپاره ساتل شوي او تمویلیږي چې د اسلامي امارت د مجاهدینو په ضد یوه بله جبهه هم پرانستې وساتل شي، ګاونډي او د سيمې هیوادونه هم پرې وویرول شي».

د طالبانو په وینا، دوی به کله هم په افغانستان کې داعش ته د تم کېدلو فرصت په لاس ورنکړي «اسلامي امارت په خپلو سیمو کې د داعش په نامه هيڅ فتنه ګر ته د شتون او فعالیت اجازه نه ورکوي او د محوې لپاره يې په کراتو سره قاطع عملیات هم ترسره کړي دي».

طالبان وروسته له هغه د افغانستان په شمال کې د داعش د شتون راپورونه ردوي چې څو ورځې وړاندې د روسیې د څارګرې ادارې مشر په شمال کې د روسیې سره پولې ته نږدې د ۵۰۰۰ داعش جنګیالیو د شتون ادعا وکړه او په تعقیب یې په کابل کې د ګډ حکومت د ملي امنیت رئیس «معصوم ستانکزي» هم ورته څه وویل، ستانکزي په افغانستان کې د داعش شتو تائید کړ او ادعا یې وکړه چې دوی یې د ځپلو په موخه هلې ځلې کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د