دیني عالمان: حکومت د سولې اراده نه لري

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳غبرګولی،  ۱۳۹۸ل): د افغانستان یو شمېر دیني عالمان وايي، په هیواد کې د سولې لپاره سیاسي اجماع شتون نه لري او حکومت په دې برخه کې بشپړ ناتوان دی.

دغه دیني علما چې د «تلپاتې سولې څخه ملاتړ» تر نامه غونډې ته تېره ورځ په کابل کې راټول شوي وو، په خپلو وینا وو کې یې حکومت د واک په انحصار او د سولې لپاره د ارادې په نه درلودلو تورن کړ.

د دې غونډې یوه ګډونوال « عبدالوحید وحید» په دې تړاو وویل « په هیواد کې د  سولې لپاره سیاسي اجماع شتون نه لري او د افغانستان حکومت په دې برخه کې ناکام دی».

د غونډې یوه بل ګډونوال «مولوي احمد بیګ عادلي» هم ورته نظر درلود د نوموړي په وینا، حکومت ټول واک  خپله انحصار کړی چې له امله يې سولې ته د رسېدو لارې تړل شوې دي.

عادلي له ښکېلو خواوو وغوښتل څو د روژې مبارکې میاشتې ته په احترام دې، تشدد پای ته ورسوي او بین الافغاني خبرو ته دې غاړه کېږدي.

دا لومړی ځل نه دی چې  حکومت د سولې په وړاندې د خنډونو په جوړولو تورنېږي، تر دې وړاندې هم سیاسي او د سولې فعالانو په حکومت باندې د سولې د مخالفت او ددې برخې د فعالانو د ترور تور پورې کړی.

د شنونکو له قوله، د ګډ حکومت دننه یو شمېر داسې کړۍ شته چې په جګړه او نا امنۍ کې خپلې ګټې ویني له همدې امله ده چې د سولې په وړاندې د هر ممکن خنډ د جوړولو هڅې کوي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

د دی علماء(علماء سوء) لکه چی پيدا کمه شوی او يا داچی دوی هم په معترضو احذابو پوری اړه لری کنه همدا علماء سوء د امريکاېی استعمار غوښتونکی وه ، همدا اوس هم دی منافقو دا ويلی چی سياسی اجماع او اوربند ، دا پلورل شوی له چانه سياسی اجماع جوړوی او د غاصبو کفارو په شتون سره اوربند څنګه وشی .
اللهُ تعالی(ج) فرمايی : د انسانانو څخه مه بيريږی زما څخه وبيريږی او زما آيتونه په کمه بيه مه پلوری .