کوټه: په جوما ت کې چاودنې د امام په ګډون «۱۸» تنو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳غبرګولی،  ۱۳۹۸ل): د کوټې ښار په «پښتون اباد» نومي سیمه کې د یوه جومات دننه چاودنې  نږدې شلو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې.

د «جیو نیوز» د راپور په اساس، چاودنه په «رحمانیه جامع مسجد» کې نن په ځایي وخت ۱:۱۵ دقیقې  په داسې حال کې شوې چې خلګ د جمعې د لمانځه ادا کولو ته راټول شوي وو.

د لومړنیو راپورونو له مخې، په یاده چاودنه کې د جومات د ملا امام  په ګډون ۳ تنه وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان دي چې له ډلې یې د دریو تنو روغتیایي وضعیت نازک ښودل شوي.

راپورونه زیاتوي، ټپیان روغتون ته لېږل شوي او سیمې ته د پولیسو او بېړنۍ مرستې ټیمونه رسیدلي.

په ټولنیزو رسنیو باندې خپاره شوي انځورونه ښيي چې په چاودنه کې د جومات ودانۍ ته دروند زیان اوښتی او ډېره برخه یې تخریب شوې.

د پولیسو په خبره، دوی د برید کوونکو د نیولو او د چاودنې د نوعیت د مالومولو په موخه پلټنې پیل کړي.

یاده دې وي، په دې وروستیو کې د پاکستان «کوټه» ښار کې امنیت خراب شوی، ګڼ شمېر مسجدونه او عامه ځایونه د چاودنو هدف ګرځول شوي، نننۍ چاودنه په تېرو دوو اونیو کې دوهمه ستره چاودنه ده چې د یاد ښار د مسجدونو دننه کېږي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د