افغانستان

کابل؛ جومات کې چاودنې مولوي ريحان وژلی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د کابل ښار د نهمې حوزې اړوند پکتيا کوټ سيمه کې د مولوي سميع الله ريحان په نامه د جومات ملا امام په يوې بمي چاودنه کې وژل شوی دی.

راپورونه وايي چې نوموړی د پکتيا کوټ سيمې په تقوی جومات کې د جمعې د لمانځه له پاره ورغلی و چې چاودنه وشوه او نوموړي په کې ووژل شو.

په دې چاودنه کې شپاړس تنه نور ټپيان شوي هم دي.

د کورنيو چارو وزارت هم د مولوي ريحان وژنه او د شپاړلس تنو نورو د ټپي کيدو پخلی کړی دی او ويلي يې دي چې ددې پيښې عاملين به ونه بښي.

مولوي سميع الله ريحان چې د حج او اوقافو وزارت سربيره په بيلا بيلو دولتي ادارو کې دندې درلودې، زيات وخت به يې د تلويزيونونو په ديني خپرونو کې هم برخه درلوده.

همدا راز نوموړی په ديني چارو کې د مشرانو جرګې د ارشد سلاکار په توګه هم دنده ترسره کوله.

تر اوسه د يادې  چاودنې مسؤليت چا په غاړه نه دی اخيستی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

14 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

انالله و انا اليه راجعون

الله تعالی دې د ریحان صاحب شهادت قبول کړی

الله تعالی دې د جنایت پیشه اسد خالد د مرګ ډلګی د طالبانو په لاس تباه او برباد کړی

ګوډاګیان به یې اوس د داعش په نوم اعلان کړي.

عبدالله

دیر زیات ور باندی خفه شوم. عجیبه ده په مسجد کی د خدای تعالی په کور کی، هلته به حتما قران شریفونه موجود وه، دا نور بیچاره ولس به هم موجود وه داسی به هم نه وی چی په وژل سویو کی کافران وو، عجیبه جهاد عجیبه فتوا او زرونه. زه فکر نه کوم چی دا دی طالب وی.نور هرسوک کیدایسی یهود، نصارا ملحد او … زکه طالب چی مولوی ریحان وژلی نو یی ولی بل زای نه په نشه کاوه دا بیگناه خلگ خو به نه شهید کیدلای. خو چی هر چا کری وی الله پاک دی سزا ورکری.… نور لوستل »

غ.حضرت

مرحوم ریحان صاحب به د حق د لیاری شهید وبلل شی یا نه وبلل شی خو مسلّماً ددې حملی عامل ځان او خپلو پلیدو بادارانو ته د ابدی جهنم سووځونکی لمبی بیمه کړی. هر چا که دا ناوړه کړنه تر سره کړی وی که څه هم شیطان غوندی یوه سجده ئې شپږ زره کلنه وی خو د مسجد او یو مسلمان او انسان او افغان د وینو د حرمت تر پښو لاندی کولو په جرم به د ابد لپاره د شیطان همسایه وی.

حکیمي

الله ج دي یې دقیامت په ورځ له هغوۍ سره راپورته کړي چي مینه یې ورسره درلوده
امین

اجمل

په جوماتونو کی د انتحار او انفجار رسم او رواج زمونږ وطن ته چا راوړ؟ دوی خدای ناترسه د روژی په میاشت کی په جومات علما وژنی. دا خو مطلق کفر دی. ریجان صیب یوه لویه سرمایه وه دی وطن ته الله مو خوار کړه لا پداسی جهاد.

اجمل

په کوم دلیل مو زما تبصری ته منفی لایک ور کړی؟ ما خو په جوماتونو کی د انتحار او انفجاز دستور غندلی بیا پدی مبارکه میاشت کی.

مجاهد

غوربندی صاحب ! انا لله و انا الیه راحعون ، خو د هر چا او هری نادری ښه او بده پیشه کی ویلی شو . دا هم معلومه نه ده چه ریجان چا وژلی . مګر دا خبره چه تاسی د ریجان په اړه پلټنه کړی چه هغه رشتونی او که دلباری ملا وو ، فکر کوم که یی په اړه تر دی زیاته څیړنه وکړی فکر نه کوم تاسی یی په اړه د شهادت قبولولو دعا وکړی . هو ، که داسی وی چه یو مرک د خالد او ریجان دواړو د پاره نازل شوی وی مونږ به هم… نور لوستل »

وحیدالله غزنوي

ای مزدورو خوارجو!

که په مبارکه روژه، د خدای په سپیڅلې کور کې، ملا امام او مسلمان مقتدیان قتل عام کول (خدای مکړه) اسلام وې نو کفر بیا څه شی ده؟

جميل

لمړی خو داچی مجاهدينو کرامو کله هم په مسجد کی داسی کار ندی کړی دا د غلام دولت خپلمنځی اختلافات دی چی نورهم په ډيريدو دی . بل داچی د هر انسان شخصيت د هغه د دوستانو او ملګرو څخه ښه پيژندلای شو دا د رسول الله(ص) حديث دی ، دی مولوی د چا سره د چا لپاره کار کوی ، پخپلو ټلويزونی مرکو کی يی څه ويل او څه يی پټول ، په د پسی څوک ډير خوابدی دی . د حکيمی صاحب د تبصری په تائيد سره اللهُ تعالی دی د هغو سره راپورته کړی چی مينه يی… نور لوستل »

اجمل

جمیل صیب لږ لږ به ریښتیا هم پکی وایو. ګوره د مزار شریف په قول اردو کی پر جومات حمله د جا کار وه؟ په خوست او کند هار اوهلمند کی او داسی نور. راغلو د مولوی صیب ریحان په رابطه. خدای بښلی ته زما هم ډیر اخلاص وه خو مایی خبری په دقت سره اوریدلی. هغه د پولیسو او اردو معاش حرام نه باله او د اردو او پولیسو کلک طرفدار وو. هغه په یوه کلپ کی وایی: زه افغان یم، مسلمان یم او د نوری نړی عسکر له خپلی اردو سره نه برابره وم. خو د طالبانو په… نور لوستل »

Hidayat shinwaray

یا به یار وی یا به دار وی دواڔه نه شی ای رحمانه. کفر او مسلمانی دواړه نه شی. هم د خدای لاره او هم د شیطان لاره یوه لاره ونیسی یا د خدای او یا د طاغوت لاره. د فعلی مزدری اداری مسولینو څخه د ببرک کمونستی رژیم څه نا څه شرف درلودل ځکه چی لاره خو معلومه وه او هغه د الهاد لاره وه ولی په اوسنی رژیم کی دواڔه حلال گرزیدلی دی. د خلکو د غولولو لپاره اوس منبر یی وسیله کړی نو ځکه اوس به منبر د دوی د تباهی سبب گرزی. د دینی احساساتو څخه… نور لوستل »

اجمل

دخدای کور ، د روژې مبارکه مياشت د جمعې مبارکه ورځ ، د جمعې خطبې په وخت ، يو پاک سپېڅلئ ديني عالم چې تل به ئې حقه وينا او سپينې خبرې کولې ،په داسې ناروا ډول په شهادت رسول د مسلمان کار ندی.

غ.حضرت

جمیل خانه وروره! دی ډول مسائلو ته باید فقط له یوی زاوئی څخه نه بلکه له هره کونجه وکتل شی. کیسه یوازی پدی کی نه ده چی مثلاً ریحان صاحب د وژلو مستحق ؤ یا نه ؤ بلکه بل اړخ د کیسی دا دی چی: مثلاً، که شل کاله مخکی په مسجد کی، د جمعی په ورځ ، د روژی په میاشت کی، بیا هم مثلاً شهنواز تڼی،داوود جنبش، نور پلید خلقی طالبان،ملا ببر( فضل الحمن)، پاکستانی افسران، پاکستانی او انګریزی ملیشی،او نوری منافقی څیری په کوم مسجد کی وژل سوی وای خو بیا هم دا کړنه به د سختی… نور لوستل »

جميل

غلامه حضرته ! ستا دښمنی نه زما سره ده ، نه د طالب او ملا سره ، نه د مجاهد او نه هم د آزادی غوښتونکو سره ، پر تا شيطان غالبه شوی ستا دښمنی د الله(ج) سره ده ، هره تبصره چی ته ليکی بی ارتباطه په يو نه يو رقم د الله(ج) پر خوښ کړل شوی دين لګيږی .
بيا هم د زړه سوی او مهربانی درته وايم چی الله(ج) ډير غفور او رحيم دی توبه وکړه الله(ج) به دی مستقيمی لاری ته هدايت کړی او د دنيا او د آخرت د ذليلی به وژغورل شی .

Back to top button
14
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx