پارلمان، د اتلس کلنو لاسته راوړنو یوه بیلګه

قاري حبیب

اوریدلي به مو وي، هرکله چې په افغانستان کې د روانې غمیزې د پای ته رسولو په تکل د سوله ییز حل، تفاهم، بین الافغاني ډیالوګ او مذاکراتو خبره کیږي، نو سمدستي ورسره د ارګ واکمنان، په ډالرو معتاد چارواکي او د مدني فعالینو په نوم د لیبرالیزم زوذات دا خبره راپورته کوي چې ( اتلس کلنې لاسته راوړنې باید وساتل شي)

اتلس کلنې لاسته راوړنې د دوی د ژبې هغه ورد دی چې په هر مجلس، هر فورم او هر دریځ یې بیا بیا او خورا په شد او مد سره یادوي. خو دې تفصیل ته نه ورځي چې بالاخره دغه اتلس کلنې لاسته راوړنې څه دي؟ څومره په معیار برابرې دي؟ دې اولس ته یې کومه ښیرازي او نیکنامي راوړې ده؟ د دې هیواد شمله یې لوړه کړې او که په نړیواله کچه یې شرمولی دی؟؟ راځئ دلته د اتلس کلنو لاسته راوړنو له جملې یوه یې د انصاف په تله پیمانه کړو تر څو معلومه شي چې د لاسته راوړنو شعار بازان تر کومه حده په خپله خبره کې حق په جانب دي.

د اتلس کلنو لاسته راوړنو یوه مهمه یې ولسي جرګه یا پارلمان یادیږي. دلته به دې بحث ته نه ځو چې د موجوده پارلمان لپاره څه ډول ټاکنې ترسره شوې؟ ټولو ته یاد دي چې دغه پروسه له پیله مهندسي شوې او ناخپلواکه وه، دکاندیدانو لستونه یې بهرنیو سفیرانو تائیدول او نهایي کول. کمپاینونه یې د رسوایۍ، جنجالونو او شخړو څخه ډک وو. د ټاکنو په ورځ اولس سراسري بایکاټ وکړ، یوازې د ښارونو محدودو اوسیدونکو چې اکثره یي دولتي کارمندان وو په ټاکنو کې شرکت وکړ. وروسته د رایو د شمیر پروسه چې پوره ۷ میاشتې وخت یې ونیو، په ډالري سوداګرۍ بدله شوه. یوازې هغه کاندید بریالی اعلانیدلای شوای چې د ټاکنو کمیسون ته یې ډیرې پیسې ورکولای شوای. له همدې امله خو زیاتره هغه خلک بریالي اعلان شول چې پیسه دار او په خاص ډول د بهرنیو ځواکونو سره قراردادیان او ټیکه داران وو.

د ټاکنو پروسه دومره خندنۍ وه چې د حکومت جرائیه رئیس ورپورې ټوکې وکړې او د ارګ د مشر په فرمان د ټاکنو د کمیسیون غړي ممنوع الخروج اعلان شول، خو د رسوایۍ دغې لړۍ هغه وخت انفجار وکړ کله چې د پارلمان د کار له پیل سره سم د اداري پلاوي د ټاکنو په لړ کې یو داسې کس د پارلمان د مشرۍ لپاره ډیرې رایې خپلې کړې چې له دې وړاندې یې په بګرام کې د امریکایي عسکرو د غایطه موادو د انتقال او سوځولو ټیکه درلوده او له همدې درکه یې ډیرې پیسې پیدا کړې وې.

میر رحمان رحماني چې د پروان د بګرام اوسیدونکی دی، په تیرو څو کلونو کې یې د بګرام اډې د فضله موادو د تصفیې قرارداد درلود. نوموړي د پارلمان د مشرتابه لپاره د ضرورت وړ ۱۲۴ رایو له جملې ۱۲۳ رایې وګټلې چې یوازې یوه رایه کمه وه. کمه رایه هغه جنجالي رای پاڼه وه چې د نوموړي په حق کې د ټیک مارک تر څنګ یوه نقطه (ټکی) هم ایښودل شوی و چې درای اچولو د اصولو له مخې هغه رای پاڼې چې له ټیک مارک علاوه نور خطوط ولري باطلې اعلانیږي چې په همدې سبب د رحماني همدغه رایه په لومړني شمیر کې باطله اعلان شوه.

خو وروسته چې د پارلمان د مشرۍ په سر جنجالونو زور واخیست، د پنجشیر وکیل ظل محمد زلمي په کې چاړه وایسته، ښکنځلې وشوې او د رسوایۍ یوه شرموونکي ننداره نړۍ ته وښودل شوه، په پای کې خبره دې ته راغله چې باید د پارلمان د مشرۍ لپاره کارول شوې رای پاڼې بیا وکتل شي چې په دې بیا کتنه کې همدغه نقطه لرونکي رای پاڼه د جنجال زړی شو،چې ځینو صحیح او ځینو باطله رایه بلله.

د کابل رژیم د استخباراتو پخواني مشر رحمت الله نبیل لیکلي دي چې د ده د معلوماتو له مخې په تیرو څلور ویشت ساعتونو کې د همدې یوې رای پاڼې بلکې په رای پاڼه د شته ټکي د سم یا غلط ثابتولو لپاره دوه میلیونه ډالره رشوت د پارلمان د وکیلانو تر منځ لاس په لاس شوی دی. رحماني هڅه کوي چې دغه ټکی د رای پاڼې د بطلان دلیل ونه بلل شي او مخالف کاندید کمال ناصر اصولي بیا هڅه کوي چې دغه ټکی د رای پاڼې د بطلان دلیل شي.

رحمت الله نبیل وایي چې په ولسي جرګه کې د ډالري غټانو تر منځ په داسې حال کې یوه نقطه په میلیونونو ډالرو خرڅیږي او اخیستل کیږي چې دافغانستان تر نیمایي زیات نفوس (۵۴ فیصده) د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او په لسګونو زره خلک په وږي نس ویده کیږي، دې ته په پام سره د پارلماني وکیلانو دغه نادودې یوازې( ملي شرم) ګڼل کیدای شي.

دا د پارلمان په نوم د یوې اتلس کلنې لاسته راوړنې په اړه د هغه چا قضاوت دی چې د همدې نظام مهم شخص دی او کلونه کلونه یې د ملي امنیت د ریاست وظیفه ترسره کړي ده. له دې څخه اټکل کړئ چې د اتلس کلنو لاسته راوړنو په نوم د غربي وارداتو کیفیت تر کومه حده لویدلی، د شرم وړ او له سلو معائبو مالامال دی. چې له همدې ځایه بیا د نورو لاسته راوړنو درک هم لګولی او قیاس کولای شو.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
3 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

قاری حبیب صاحب ! الله ج دی اجرونه درکړی ستاسی لیکنی تل به حقایقو او عینی واقعلاتو تکیه لری زه به هم یو څو ټکی ورسره یوځای کړم : د کابل غلامه اداره د یوی فاحشی مثال لری، د فاحشی فحشا ته ننوتل تر ټولو لویه، د نه منلو او نه بخښلو خطا او ګناه ده، دا چه فاحشه د فحشاوو په څنګ کی نوری ښی او بدی کړنی لری په هغه باندی حسابونه ګټه نه لری، غلامی تر فحاشی څو ځله زیاته شرم اوره او لویه بی ننګی ده چه د یو څو ډالرو او مقامو تر لاسه کولو… نور لوستل »

غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

روژه مو په خیر،
قاری صاحب ،یو پارلمان ته مه ګوره ،لږ انصاف وکړه، د دولت اتلس کالنی لاس ته راوړنی په زر ګونو دی.یو څو مثالونه.دا پاخه سړکونه،پلونه.پوهنتونونه،شفاخانی ،هوایی میدانونه.طیاری،فابریکی،برق،تجارت انترنیت،تېلفون……………
د طالیب شپږ کالنه دوره کی هیڅ نه وه.
یو تېلفون کال کولو لپاره به پاکستان ته تللی.یو شی فراوان وه ،هغه
د ګیری.بریت ګزکول.او بس

Mosa Khan
میلمه
Mosa Khan

سره له دې چې د غمي او بختورمنګل ۴۸ بادارانو پر طالب اقتصادي او نور هر ډول بندیزونه په ناروا ډول لګولي وو،
خو بیا یې هم دومره کړي وو چې د غمي ناپشتین او بختور منګل خور، مور او میرمن یې ورته خوندي کړې وه،
اوس خو به ستاسو خپله هم سل سلنه یقین وي چې د یوه ګوډاګي ناموس هم له امریکایانو څخه روغ پاتی نه دی. کنه نو تاسو دواړه خپله هم سر ګریوان ته ټیټ کړئ چې دغسي ده کنه ده.
بلکل دغسي ده.
دا یی اتلس کلني لاس ته راوړني. بس خلاص

انجینر بختور منګل
میلمه
انجینر بختور منګل

سلامونه
د طالیبانو په وخت کی طالیبانو.وزارت ،سفارت،پارلیمان هر څه د واسکټ په جیب کی ګرځول.
اه هغه سندره می رایاده شوه.چه مڼه په جیب کی ګرځوی
له پاچهی څخه یی مڼه جوړه کړی وه،اوس خو دومره ده چه ادرس خو لری.انشالله یوه ورځ به ښه شی.