ملګري ملتونه په وسلوالو بریدونو کې د ملکي تلفاتو په لوړوالي خواشیني دي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۴غبرګولی،  ۱۳۹۸ل): د ملګرو ملتونو منشي، جنرال «انتینو» د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په خپل وروستي راپور کې په وسلوالو نښتو کې د ملکي تلفاتو زیاتېدونکې کچه د خواشینۍ وړ بللې.
دغه راپور چې د روانې میلادي میاشتې په ۲۳ نېټه امنیت شورا ته لېږل شوي، جنرال انتینو یې په اړه وايي « که څه هم د ملکي وګړو د خوندیتوب په برخه کې یو څه پرمختګ شوی خو، بیا هم زموږ وروستۍ موندنې ښيي چې ملکي وګړي لا هم امن نه دي او د جګړو او وسلوالو نښتو له امله درانه تلفات ورکوي».
انتینو زیاته کړه « د ملکي وګړو خوندیتوب ته له پاملرنې سره، سره زموږ څېړنې ښيي چې په تېر ۲۰۱۸ میلادي کال کې، یوازې په یمن، سوډان، مالي، عراق، سومالیا او افغانستان کې ۲۲۸۰۰ ملکي وګړي ټپيان شوي».
نوموړي په جګړه کې له ښکېل هیوادونو وغوښتل څو د ملکي وګړو امنیت ته پاملرنه وکړي او د هغوی خوندیتوب خپله دنده وبولي.
ملګري ملتونه داسې مهال په افغانستان کې د ملکي وګړو په زیاتېدونکو تلفاتو د خواشینۍ خبر ورکوي چې په دې وروستیو کې د امریکايي او افغان امنیتي ځواکونو ګډو شپنیو چاپو او عملیاتو د ملکي تلفاتو ګراف په بې ساري ډول لوړ کړی هره اونۍ لسګونه ملکي وګړي ددې بېباکه عملیاتو هدف ګرځي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د حقوق بشر ادارې هم په خپل وروستي درې میاشتني راپور کې وویل چې د وسلوالو ډلو په پرتله افغان امنیتي ځواکونو عامو خلګو ته درانه تلفات اړولي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د