
افغانستان تمریناتي سیالۍ کې پاکستان مات کړ
نن ټکی اسيا (شنبه، ۴ غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د افغانستان او پاکستان کرېکټ لوبډلو ترمنځ په لومړۍ یو ورځنۍ تمریناتي سیالۍ کې افغانستان د درې ویکټو په توپیر بریا خپله کړه.
د ۲۰۱۹م کرېکټ نړیوال جام لپاره د تمریناتي یا وارم اپ سیالیو په لړ کې افغانستان د غوره توپ اچونې او د حضرت ځاځي چټکې توپوهونې پرمټ پاکستان مات کړ.
Afghanistan's fans know how to celebrate a victory!
Some of them perform the 'Champion Dance' after their narrow win over Pakistan 🕺 🕺 @DJBravo47, what do you think? pic.twitter.com/GPzf0Y3N5T
— Cricket World Cup (@cricketworldcup) May 24, 2019
په دغه سیالۍ کې پاکستان پچه وګټله او لومړی یې د توپوهنې پریکړه وکړه چې په ۴۷.۵ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو ۲۶۲ منډې جوړې کړې، چې بابر اعظم په کې په زړه پورې سلیزه هم ووهله.
د افغانستان لخوا محمد نبي او راشد خان په زړه پورې توپ اچونه وکړه، محمد نبي د ۴۶ منډو په بدل کې ۳ لوبغاړي وسوځول، راشد خان په ۹ اورونو کې ۲۹ منډې ورکړې او ۲ ویکټې یې واخیستې، په نورو ویکټو اخیستونکو کې دولت ځدران او حمید حسن هم وو.
په ځواب کې د افغانستان لخوا حضرت الله ځاځي او محمد شهزاد برق رفتار توپوهنه پېل کړه، چې شهزاد د ټپي کیدو له کبله کښیناست او ځاځي له چټکو ۴۹ منډو جوړولو وروسته د شاداب خان پر توپ وسوځېد.
حضرت ځاځي له ۴۹ منډو څخه ۴۴ منډې پر څلوریزو او شپږیزو جوړې کړې، نوموړي ۸ څلوریزې او ۲ شپږیزې ووهلې، چې په یوه اور کې یې پر شاهین شاه افریدي پنځه څلوریزې ووهلې.
په همدې ډول حشمت شهیدي او محمد نبي هم غوره لوبه نندارې ته وړاندې کړه، حشمت شهیدي تر پایه ونه سوځېد او لوبډلې ته یې په وروستي اور کې بریا ورکړه، نوموړي ۷۴ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، افغانستان ټاکلی هدف په وروستي اور کې بشپړ کړ.
Afghanistan win by three wickets!
Fittingly, it's Hashmatullah Shahidi who scores the winning runs. He top-scored with a superb 74* – an excellent win for Afghanistan 👏 pic.twitter.com/wlWmJRmABH
— Cricket World Cup (@cricketworldcup) May 24, 2019
د پاکستان کرېکټ لوبډلې په تېرو ۱۲ یو ورځنیو سیالیو کې تر دې دمه بریا نه ده خپله کړې.
یاده دې وي چې افغانستان لوبډله به د تمریناتي سیالیو په لړ کې دویمه لوبه د راتلونکې دوشنبې په ورځ د انګلستان لوبډلې پر وړاندې ترسره کوي.