واټساپ هم د «سټیټس» په برخه کې د اعلاناتو خپرولو لړۍ پېلوي

نن ټکی اسيا (شنبه، ۴ غبرګولی، ۱۳۹۸): په نړۍ کې د پيغام استولو لپاره تر ټولو مشهور د ټولنیزو رسنیو اپلیکیشن «واټساپ» اعلان کړی چې په راتلونکې نږدې کې به پر دغه اپلیکیشن د سوداګریز مقصد لپاره د اعلاناتو خپرولو لړۍ پېل کړي.

د فیسبوک تر ملکیت لاندې واټساپ په یوه کلني سوداګریز کانفرانس کې چې په هالینډ هېواد کې ترسره شو ویلي دي چې د ۲۰۲۰م کال د پېلیدو سره سم به دوی د واټساپ پر سټیټس Status برخه کې اعلانات خپرول هم پېل کړي.

له دې وړاندې فیسبوک تر خپل ملکیت لاندې میسنجر، فیسبوک او د انسټګرام پر سټیټس د اعلاناتو خپرولو لړۍ پېل کړې ده چې له دې وروسته به یې واټساپ هم ملګری شي.

په واټساپ کې به اعلانات هغه مهال څرګندیږي کله چې یو واټساپ کاروونکی وغواړي د ملګرو سټیټس وګوري، په واټساپ کې سټیټس له خپرولو وروسته د ۲۴ ساعتونو مودې لپاره ښودل کیږي.

یاده دې وي چې فیسبوک به د دغه اعلاناتو خپرولو په بدل کې له بېلا بېلو شرکتونو څخه چې اعلانات یې خپریږي- فیس اخلي، د اعلاناتو لینک به ددغو شرکتونو ويبپاڼو سره تړلی وي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د