کندهار: ماین چاودني بهرنیو ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۴غبرګولي، ۱۳۹۸ل): پرون له غرمې وروسته د کندهار هوایی ډګر ته څیرمه د بهرنیو ځواکونو یو زغره وال ټانګ له مخکې نه د ښخ کړای شوي ماین په مټ والوزول شو چې ویل کیږي ۵ تنه رومانیایی عسکر پکي زخمیان شول.

بهرنیو ځواکونو پیښه تأیید کړي او په پیښه کې یې یوازي د سرتیرو زخمي کیدل منلي.

خو طالبانو بیا ویلی چې دا ماین چاودنه دوی کړې او په وینا یې بهرنيان یې پکي وژلي هم دي.

طالب ویاند قاري یوسف احمدي په خپل ټویټر اکاونټ لیکلي چې: «د کندهار ډنډ ولسوالۍ اړوند د اسحاقزو د کلا او مسیزو ترمابین د کندهار هوایي اډې جنوب غرب طرف ته، تیر ماسپښین پاوکم ۲ بجې د رومانیایي یرغلګرو پر زغروال ټانګ د خښ کړی شوي ماین په مټ قوي چاودنه ترسره شوه.»

نوموړي زیاته کړې، د چاودني په ترڅ کې ټانګ ویجاړ او پکې سپاره عسکرو ته مرګ ژوبله واوښته، د احمدې په خبره وروسته د پېښي له ځایه مړي او زخمیان د چورلکو په مټ ولیږدول شول.

رومانیا ټایمز ورځپاڼې د یادې پیښې په اړه د رومانیا د ولسمشر (لوهانیز) د غمرازۍ پيغام خپور کړی او ترڅنګ یې د زخمی شویو سرتیرو هویتونه هم په ډاګه کړي دي.

یادې ورځپاڼې ویلي چې په وروستیو دوو میاشتو کې دا درېیمه پيښه ده، چې رومانیایی عسکرو ته مرګ ژوبله اوړي، د ورځپاڼې په وینا د می پر۶مه هم ورته پیښه په کندهار کې رامنځ ته شوه چې دوه سرتیری یې ټپیان کړل، همدارنګه د اپریل پر ۱۳مه هم ۴ تنه رومانیایی سرتیري په ورته ماین چاودنه کې زخمیان شول.

د یادوني ده چې تر دې یوه ورځ وړاندي له هلمند ولایت څخه هم سیمه ایزو سرچینو د بهرنیو ځواکونو د یو ټانګ د الوزولو راپورونه ورکړل چې ویل کیږي دوه تنه بهرني عسکر پکې وژل شوي وو. طالبانو یې هم پړه منلي وه.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د