په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازې: طالبان دې سولې ته ژمنتیا په عمل کې وښيي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۴غبرګولی،  ۱۳۹۸ل): په ملګرو ملتونو کې د ګډ حکومت استازې «عادله راز» وايي، طالبان دې له تشدد لاس واخلي او سولې ته ژمنتیا دې په عمل کې وښي.

عادله راز چې د «ملکي وګړو په ځانګړي ډول د روغتیايي کارکوونکو او مرسته کوونکو ساتنه» تر نامه لاندې دایر شوي کنفرانس ته یې خبرې کولې وویل « زه د افغانستان د حکومت په ټینګار له طالبانو غواړم څو له تشدد لاس واخلي او په عامه ځایونو کې خپل بریدونه ودروي».

نوموړې همدا راز په طالبانو تور پورې کړ چې ملکی وګړي او عامه تاسیسات هدف ګرځوي او له امکاناتو یې استفاده کوي.

په ملګرو ملتونو کې د ګډ حکومت استازې داسې مهال په طالبانو باندې د ملکي وګړو د وژنې تور پورې کوي چې د ملګرو ملتونو د وروستیو موندنو په اساس، د روان میلادي کال په لومړیو دریو میاشتو کې دولتي او امریکايي سرتېرو د وسلوالو ډلو په پرتله ډېر ملکي وګړي وژلي او ټپيان کړي.

په ورته وخت کې طالبانو په بیا، بیا په دوی باندې د ملکي وګړو د وژنې «تورونه» بې اساسه او د حکومت منفي تبلیغات بللي او ادعا یې کړې چې خپل جنګیالي یې مکلف کړي څو تر خپله وسه د عامه ځایونو او تاسیساتو ساتنه وکړي او د ملکي وګړو ژوند وژغوري.

avatar
1 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

يوه ورځ هم چا د ولس مظاهری چی جنازی يی پر اوږو وی ونه ليدلی چی ويیلی وای دا دی زمونږ مړی چی مجاهدينو راوژلی خو برعکس هره ورځ دا زوريدلی ولس د خپلو شهيدانو جنازی پر اوږو را اخيستی وی او وايی چی کفارو او منافقينو مو ښځی ، واړه او زاړه را وژلی . لمر په دوو ګتو نه پټيږی ، دا چی دوی(غلامان) اللهُ تعالی ړانده ، کاڼه او ګُنګيان کړيدی خود به همداسی وايی کنه رولا جانه(د منافقينو ښځينه رئيسه) به پر غلام غنی سترګی راسری کړی او غلام غنی به يی د خپل باس(د امريکا… نور لوستل »

غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

په بحث کې ګډون وکړه…جمیل ته،
ولی تش په نوم مجاهدینو. پرون مولانا ریحان په جومات کی روژه په خوله شهید نه کړ؟بی بی سی راپورت ولوله.
په تیرو څو کالو کی له زرو څخه زیات علما قتل نه شول؟
ای ظالمانو .ځانونه مجاهدین بولی .خو عمل کی بل څه شی یی،له امریکا ګیله نه کوو.ځکه هغه خو هسی هم د دین دښمن دی.
ته دا قتل ولی کوی؟ته خو ځان مسلمان بولی؟