
هلمند کې د امنیتي ځواکونو الوتکه غورځېدلې/انځورونه
نن ټکی اسیا (شنبه، ۴غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو یوه الوتکه له لوېدلو سره جوخت د اور د لمبو خوراک شوې.
د پېښې له ځای څخه یوې سرچیني «نن ټکی اسیا» ته د لوېدلې الوتکې انځورونه او ویډيو رالېږلې چې ښکاروي الوتکه به پشپړ ډول له منځه تللې او د لوېدلو له ځای څخه لمبې پورته کېږي.
د سرچینې په وینا، دا الوتکه د نوزاد ولسوالۍ اړوند د «ارموز بازار» نومي سیمې ته د چاپې لپاره راغلې وه چې د طالبانو له لوري وویشتل شوه.
که څه هم طالبانو په رسمي ډول په دې تړاو څه نه دي ویلي خو د هلمند د ولایت مقام رسنیز دفتر په خپله فسبوک پاڼه باندې د یادې الوتکې لوېدل د تخنیکي ستونزو له امله بللي او زیاته کړې یې ده «شاوخوا يو ساعت وړاندې د هلمند ولايت اړوند سيمه کې يوې الوتکې د تخنيکي ستونزې له کبله بيړنۍ ناسته کړې، چې عمله يې ټوله ژغورل شوې او الوتکه هم سوځول شوې».