روسیه: له افغانستان څخه د نشه يي موادو موادو قاچاق د نړۍ امنیت ګواښي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۴غبرګولی،  ۱۳۹۸ل): د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وزیر «اولیګ سیمورولوتوف» وايي، له افغانستان څخه د هیروئینو د چاقاق زیاتوالی د ټولې نړۍ او په ځانګړې ډول د روسیې او منځنۍ اسیا امنیت ته ستر ګواښ دی.

د «ټاس» خبري اژانس د راپور په اساس اولیګ یوې غونډې ته په خپله وینا کې وویل «  له افغانستان څخه د مخدره موادو د قاچاق د مخنیوي په برخه کې له پرمختګ سره، سره دا ستونزه لا هم  په بشپړ ډول حل شوې نه ده او د روسیې امنیت ته یې ستر ګواښ جوړ کړی».

او لیګ زیاته کړه « ددې لپاره چې د مخدره موادو د قاچاق مخنیوی وشي، اړ یو د شانګهای په څېر له نورو شخصي سکتورنو سره ګډه همکاري وکړو څو د پولې په اوږدو کې د هیروئينو د قاچاق مخنیوی وشي».

د روسیې د کورنیو چارو وزارت وايي، دوی که څه هم د افغانستان له شمالي لارې روسیې ته د قاچاق کېدونکو موادو په مخنیوي کې تر ډېره بریالي دي خو له همدې لارې قاچاق کېدونکي مواد لا هم په ستره پیمانه دي او د هیروئينو د نړیوالې سوداګرۍ لس سلنه برخه جوړوي.

روسیه داسې مهال له افغانستان څخه د قاچاق کېدونکو نشه یې توکو څخه سر ټکوي چې په افغانستان کې ددې توکو کښت ورځ تر بلې زیاتېږي او ورسره جوخت په افغان ټولنه کې د روږدو کسانو شمېر لوړېږي چې د افغان ټولنې تدریجي بربادي یې بللای شو.

 

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

په خیرونو خیرونو.
د سږکال د تریاکو حاصل ټول باید روسیه ته په ارزانه بیه صادر شی.
دوه ګټی به وکړو.
اوله ګټه.پخوانی حساب چه یرغل کړی وه،
دوهمه ګټه دپیسو.ټول روسان باید په تریاکو عملی شی.
سږکال د تریاکو حاصل د روسیه په لور………….

مجاهد
میلمه
مجاهد

لمړی حق د اروپایانو او امریکایانو دی چه زمونږ هیواد یی د نړی د تریاکو تر ټولو پورته کجه تولیدولو نړیوال مارکیت جوړ کړی یعنی د ټولی نړی پنځه نوی سلنه تاریاک زمونږ هیواد کی تولید ، یوه برخه یی دلته او زیاته برخه یی د مظلوم بشریت د سرسامولو د پاره صادریږی ، زمونږ شل سلنه خلک پری روږد شوی چه شمیر به یی څلور پنځو میلونو ته رسیږی .