یونیسیف: خوارځواکي افغان ماشومان د مرګ له خطر سره مخ دي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۴غبرګولی،  ۱۳۹۸ل): د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق «یونیسیف» وايي، په افغانستان کې دوه میلیون ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي چې له منځه یې د زیات شمېر ژوند له ګواښ سره مخ دی.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو چارو اړوند ادارې یوه ویاند «کریسټوپي» د امریکا غږ انګلیسي څانګې ته ویلي « په افغانستان کې څه باندې دوه میلیونه ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي چې له ډلې یې ۶۰۰ زره د خوارځواکۍ په تر ټولو بد ډول مبتلا دي او بېړنۍ درملنې ته اړتیا لري».

کریسټوپي زیاته کړه « که څه هم نشي ویل کېدای چې څومره خوارځواکي ماشومان مرګ ګواښي خو په خوارځواکۍ اخته ماشومانو کې د مرګ چانس د عادي انسانانو په پرتله ۱۱ ځله زیات دي».

افغانستان او یمن د هغو هیوادونو له ډلې دي چې د خوارځواکۍ کچه پکې په بېساري ډول لوړه ښودل شوي.

د یونیسیف ادارې د خپلو وروستیو څېړنو له مخې چې په ۲۲ ولایتونو کې یې ترسره کړې شاوخوا ۳۷۵ زره ماشومانو ته د درملنې مواد لېږلي او د مرګ له ګواښ سره مخامخ ماشومان یې ژغورلي خو په وینا یې، د ټولو ماشومانو د درملنې لپاره لا هم زیاتې بودیجې ته اړیو.

د کریسټوپي په خبره، یونیسیف دا مهال د افغان ماشومانو د ژغورلو لپاره ۷ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري او که چېرې بودیجه تامین نه شي ، په دې برخه کې د کارکوونکو نږدې  ۱۳۰۰ روغتیایي مرکزونو کار به ټپه ودرېږي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د