A MQ-9 Reaper flies above Creech Air Force Base, Nev., during a local training mission June 9, 2009. The 42nd Attack Squadron at Creech AFB operates the MQ-9. (U.S. Air Force photo/Paul Ridgeway)

روسیه: په افغانستان کې د امریکا بې پیلوټه الوتکې د ملکي تلفاتو لامل کېږي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۴غبرګولی،  ۱۳۹۸ل): په ملګرو ملتونو کې د روسیې ځانکړی استازی وايي، په افغانستان کې د متحده ایالاتو د جګړه ئیزو ډرون الوتکو استعمال د ملکي تلفاتو لامل کېږي.

نبینزیا تېره ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په یوه غونډه کې وویل « موږ دا منو چې د ترهګرو ځپل مهم دي خو په یوه مناسبه او معقوله لاره، په دې لړ د متحده ایالاتو له لوري په افغانستان کې د بې پيلوټه الوتکو پراخېدونکي تمرین موږ اندېښمن کړي یو».

نوموړي زیاته کړه « د افغانستان په جګړه کې د کارېدونکو بې پیلوټه الوتکو کنټرول ستونزمن دی او د ملکي خلګو د وژنې لامل کېږي».

روسیه داسې مهال په افغانستان کې کارېدونکې ډرون الوتکې د ملکي تلفاتو د زیاتوالي لامل بولي چې په دې وروستیو کې د بهرنیو عسکرو د بې پيلوټه الوتکو له لوري په بیا، بیا ملکي اهداف په نښه شوي او عامو وګړو ته دروند مالي او ځاني زیان ور اړول شوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د