د انډرایډ پر ځای هوواوې خپل چلونکی سیستم وړاندې کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۴ غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د چین مشهور شرکت «هوواوې» اعلان کړی چې د ګوګل چلونکي سیستم «انډرایډ» څخه د بې برخې کیدو په حالت کې یې خپل نوی چلونکی سیستم چمتو کړی دی چې ډير ژر به وړاندې شي.

دغه اعلان د هوواوې یوه مشر  «ریچارډ یو» کړی، نوموړي وویلې که چیرې د ګوګل او میکروسافټ سافټویر استعمالولو څخه دوی بې برخې کړل شول نو د روان کال په وروستیو میاشتو کې به خپل چمتو کړی چلونکی سیستم په خپلو مبایلونو او لیپټاپونو کې وړاندې کړي.

له CNBC ورځپاڼې سره د خبرو پرمهال د هوواوې مشر وویلې چې د هوواوې چلونکی سیستم به په چین کې د روان کال په وروستیو میاشتو کې وړاندې شي خو له چین څخه بهر په نورو هېوادونو کې به دغه سیستم ته د ۲۰۲۰م په لومړیو میاشتو کې لاسرسی ولرل شي.

رچرڈ یو — رائٹرز فوٹو

همدا ډول به د هوواوې خپل اپلیکیشن سټور وي چې (App Gallery) نوم ورکړل شوی، د هوواوې استعمالوونکي به کولای شي له دې څخه هر ډول اپلیکیشن ښکته کړي.

اوسمهال هوواوې شرکت له میکروسافټ وینډوز او د ګوګل انډرایډ سره په ګډه کار کوي، خو که چیرې ددې استعمال مخه مو ونیول شوه نو د دویم پلان په ډول به هواووې له خپل سیستم څخه کار واخلي.

د هوواوې چارواکي وایي چې دوی خپل دغه سیستم د میکروسافټ او ګوګل پرضد نه وړاندې کوي، بلکې که دوی له هغې په بشپړ ډول بې برخې شول نو د پلان بي په ډول به خپل چمتو کړی سیستم وړاندې کړي.

په تېره نږدې کې د امریکا سوداګریزې څانګې وزارت له هوواوې سره د سوداګرۍ جواز لغوه کړ او پر دوی یې یو شمېر بندیزونه ولګول، چې له کبله یې ګوګل هم اعلان وکړ چې ددوی چلونکی سیستم انډرایډ به هم پر هوواوې بند شي.

وروسته د امریکا لخوا پر هوواوې د درې میاشتو مودې لپاره بندیز ختم کړل شو چې ورسره ګوګل هم د اګست میاشتې تر وروستۍ پورې خپل بندیز ختم اعلان کړ، اوس هوواوې یادو ستونزو ته په کتلو خپل د مبایل یا لیپټاپ چلونکی سیستم چمتو کړی دی.

نړیوال وایي چې د امریکا لخوا پر هوواوې دغه بندیزونه د ایپل شرکت د ناکامۍ او د هوواوې د سترې بریا له کبله رامنځته شول، روان کال هوواوې له ایپل شرکت څخه وړاندې او له سامسنګ څخه وروسته دویم مقام خپل کړی دی.

که چیرې پر هوواوې د امریکا حکومت لخوا یاد بندیزونه دوام وکړي نو د هوواوې په توکو کې به د خرڅ ستره کچه کمښت راشي، د یوه راپور له مخې په داسې کړنې سره به د هوواوې شرکت توکي په خرڅلاو کې له ۴ څخه تر ۲۴سلنه کمښت سره مخ شي.

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د