جلال اباد: د ولسي وګړو د وژنې په غبرګون لاريون روان دی «انځورونه»

نن ټکی اسیا (شنبه، ۴غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې د ولسي وګړو د وژنې په غبرګون لاريون روان دی.

راپورونه وايي چې ګډو ځواکونو تيره شپه يو ځل بيا د ننګرهار ولايت شيرزادو ولسوالۍ په توتو سيمه کې د ولسي وګړو په کورونو چاپې اچولي دي چې په نتيجه کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون اته تنه ولسي وګړي وژلي دي.

له چاپې وروسته سهار د سيمې خلکو د خپلو وژل شويو خپلوانو جسدونه د جلال اباد ښار ته د اعتراض په توګه روان کړل خو د سرخردو دوه لارې په سيمه کې يې د پوليسو له لوري مخه ونيول شوه.

په وژل شويو کې يو موټر وان، د هغه ميرمن او کوچنۍ ناروغه لور هم شامل دي.

په دې عملياتو کې د سيمې دوه جوماتونه او د ولسي وګړو څو کورونه هم ويجاړ شوي دي.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې د افغانستان په بېلابيلو ولایتونو کې د ګډو ځواکونو په عملياتو کې ولسي وګړي په نښه کيږي خو سيمه ييز مسؤلين يې په اړه پټه خوله دي.

بايد وويل شي چې د افغانستان د نورو ولایتونو په څېر د ننګرهار ولايت د کليوالو سيمو اوسېدونکي هم وايي چې هره شپه يې د چورلکو او چاپو له امله په ويښه تيريږي او ډېر وخت په دې چاپو کې ولسي وګړي په نښه کيږي.

نږدې يوه مياشت وړاندې هم د خوږياڼو ولسوالۍ په فتح خيرکي سيمه کې د ګډو ځواکونو په عملياتو کې د درې تنو محصلينو په ګډون ۱۳ تنه ولسي وګړي په یوې چاپه کې وژل شوي وو.

تر اوسه د ننګرهار ولايتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

په خواله رسنيو کې هم فعالانو د يادې پيښې په اړه غبرګونونه ښودلي او دا پيښه يې غندلې ده.

د عبدالسلام وزيروال په نامه يو تن په خپله فيسبوک پاڼه ليکلي چې: 

له خوږیاڼیو وینې څاڅي، قتل عام یې پیل شوی دی، نږدې هره شپه مو پنځه ـ شپږ عزیزان وژل کېږي، والي وایي غږ مکوئ کامیاب عملیات روان دي خو خلک نور تنګ شوي او په جنګ شوي دي.
بېګاه شپه د خوږیاڼو په شېرازادو کې اته بېګناه ماشومان او زنانه په شپینۍ چاپه کې په شهادت رسیدلې دي، اوس یې جسدونه ښار ته انتقالیږي چې د سره رود سره یې عسکرو لاره نیولې ده؛ والي صیب! لږ زیار وکاږه او ویې ګوره، که طالبان وي مونږ پړه، که پنجابیان وي زمونږ دې پر پدر لعنت وي چې ځای مو ورکاوه، او که افغانان وي، ماشومان وي او بېګناه تورسرې وي، نو چارواکو! په تاسې دې د خدای لعنتونه وي چې وژنۍ مو هم، د ناافغانیت ټاپې هم رالګوئ او چې خپلو مړو ته ژاړو، خولو پورې مو هم خاندئ.

د خوشال دراني په نامه يو بل فعال د يادې پيښې په غبرګون ليکی:

په چپرهار کې عملیات وشول، سبا یې ټولو چارواکو والي محاصره کړ. حتا د څېړنو وویل شول.

په خوږیاڼیو او شېرزادو کې هره اوونۍ درې، څلور ځلې عملیات کېږي. ټول پکې بې‌گناه ماشومان، ځوانان، سپین‌ږیري او ښځې مړې کېږي؛ خو دومره کس نه‌لري، چې شاه‌محمود میاخېل او حمدالله محب له گرېوان راونیسي او ورته ووايي، چې دا څوک وژنئ؟

دغه جسدونه په سره‌رود ولسوالۍ کې ایسار دي او د ډیموکراسۍ په دې پلېته دوره کې ښار ته د اعتراض په ډول هم نه پرېښودل کېږي.

په دې اړه ګڼو نورو فعالانو هم تبصرې کړي دي او د ګډو ځواکونو ياد وحشت يې غندلی دی.

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

انالله وانا اليه راجعون
پاک الله(ج) دی د دی ټولو شهيدانو شهادت قبول کړی او پاته شويو ته دی صبر جميل او اجر عظيم ورکړی.
داسی ښکاری چی ناکام دښمن نور سربداله او ليونی شوی هری خواته د پروتی لغتی غورځوی .
منتقم الله(ج) دی د دی ټولو شهيدانو انتقام له قاتلينو او د هغو له حاميانو واخلی .آمين

اختر محمد
میلمه
اختر محمد

ننگر هاریانو په غم مو غمجن یو الله دی شهادت قبول کی اشفالګر دی نابود وی

منتقم منګل
میلمه
منتقم منګل

دا د سولی پړاوونو نتیجه ده، کفار لا تر اوسه په دی ډول ظلمونو وحشتونو کولو د افغان ولس نه د تسلیمی تمه لری دا خوب به له ځان سره ګور ته یوسی. خو افسوس د سولی په پړاوونو باندی کاش چی دا پړاوونه زر نهایی یا بند شی تر څو کفار د افغان ولس غلامۍ قبلولو نه نا هیلی او نا اومیده شی او بیا به دا ډول وحشتونه پخپله ختم شی کوم چی کفار د سولی په دوران کی د فشار لپاره کاروی.