میسي یو وار بیا د غوره لوبغاړي په حیث د «سرو زرو بوټ» ګټونکی شو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۴ غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د نړۍ ستر نوموتي فوټبالر «لیونل میسي» د ۲۰۱۸/۱۹ کال د غوره لوبغاړي په حیث د اروپا لیګ په پرلپسې دریم کال او په مجموعي ډول په شپږم وار هم د سرو زرو بوټ جایزه ترلاسه کړه.

په اروپایي کلبي سیالیو کې د برسلونا لوبډلې لخوا لوبیدونکي ستر لوبغاړي لیونل میسي په یوه «لالیګا» لیګ کې د کال تر ټولو زیات (۳۶)  ګولونه ووهل چې د غوره لوبغاړي جایزه یې په خپل نوم کړه.

دغه اعلان هغه مهال وشو چې د ۲۰۱۸/۱۹ کال فرانسې لیګ وروستۍ لوبه ترسره شوه، کومه کې چې د پاریس سان جیرمان لوبډلې په ۳-۱ ماتې وخوړه.

د ۲۰۱۸/۱۹ کال غوره لوبغاړي جایزې ترلاسه کولو لپاره د فرانسوي کلب پاریس سان جیرمان لوبډلې ځوان لوبغاړي کایلن مپابی او لیونل میسي ترمنځ سیالۍ دوام درلود، چې په پای کې یاد کال میسي په ۳۶ او مپابی په ۳۳ ګولونو سر ته ورساوه.

برسلونا لوبډلې د روان کال په چمپينز لیګ سیالیو کې نیمه پایلوبې ته لار موندلې وه چې د نیمه پایلوبې لومړي لیګ کې د لیورپول پر وړاندې یې په ۳-۰ وړاندې والی درلود، خو په دویم لیګ کې په ۴-۰ صفر ماتې خوړلو سره له چمپینز لیګ څخه بهر شوه.

۳۱ کلن لیونل میسي د یادې جایزې په اړه وویل چې د لیورپول پر وړاندې په نیمه پایلوبه کې له ماتې وروسته یې د سرو زرو بوټ ګټلو په هکله فکر نه کاوه، نوموړي رسنیو ته وویل: «د لیورپول پر وړاندې ماتې مې اوس هم دردوي، زه د شخصي جایزو په اړه ډیر فکر نه کوم، اوس مو ټوله توجه د «کوپا دل ری» جام ګټلو ته ده»، دغه پایلوبه نن د شنبې په ورځ د شپې پر ۱۱:۳۰ بجې پېل کیږي.

دا پرلپسې دریم کال شو چې لیونل میسي په اروپایي لیګونو کې په زیاتو ګولونو وهلو د سرو زرو بوټ جایزه ترلاسه کوي، له دې وړاندې یې په ۲۰۱۶/۱۷ کې «۳۷» ګولونه، په ۲۰۱۷/۱۸ کې «۳۴» ګولونه او اوس په ۲۰۱۸/۱۹ کې یې «۳۶» ګولونه ووهل.

یاده دې وي چې لیونل میسي د ۲۰۱۸/۱۹ په ټولو لیګونو کې تر دې دمه په «۴۹» سیالیو کې «۵۰» ګولونه وهلي دي، او د نوموړي په مرسته یې لوبډلې د لالیګا لیګ اتلولي هم ګټلې ده، نوموړی به نن د والنسیا پر وړاندې د «کوپا دل ری» اسپانوي لیګ پایلوبه کې مخامخ کیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د