افغانستان

ګډو ځواکونو د پکتیکا په اورګون کې پنځه تنه کلیوال وژلي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۴ غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د پکتیکا ولایت له اورګون ولسوالۍ څخه خبرونه وایي چې تېره شپه د دې ولسوالۍ په پیرکوتي سیمه باندې امریکایي او داخلي ځانګړو ځواکونو چاپه وهلې، چې ولسي وګړو ته یي ځاني او مالي زیان پیښ کړی دی.

د سیمي خلک وایي ګډو ځواکونو له عادت سره سم لومړی د کلیوالو دروازې ماتې کړې او بیا په عامه کورونو د تلاشۍ په بهانه ورننوتل. له کورونه یې پیسې او قیمتي توکي غلا کړل، یو کور یې په بشپړ ډول په بمونو ونړاوه، د یوه کلیوال سکواتور / لوډر ماشین چې میلیونونه افغانۍ قیمت یې درلود وسوځاوه او وروسته یې د کلیوالو له منځه پنځه تنه عام خلک په ډزو ووژل.

د کلیوالو په وینا وژل شوي کسان رحمت الله او سیف الله سره وروڼه او نور دې تنه حبیب خان، ګل نواز او خیالمیر نومیږي چې ټول د همدې کلي اوسیدونکي عام مزدور کاره خلک دي چې له هیڅ سیاسي جهت سره یې تړاو نه درلود.

د اورګون پیرکوتي سیمه له دې وړاندې هم د دغسې چاپو او قتلونو شاهده پاته شوې، په دې سیمه کې وروستۍوحشت داسې مهال ترسره کیږي چې تیره شپه د ننګرهار په شیرزادو کې هم ګډو ځواکونو اته تنه ولسي افغانان په ورته عملیاتو کې وژلي وو.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
masoom afghan

د خاص اورګون اوسیدونکی چې ځانونه تاجک بولي او د بازار اورګون اوسیدونکی لکه بالیشې دا ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله حکومت و پښتنو پورې یې ځانونه تړل چې امریکه راغله وس بیا په تاجکستان پورې ځانونه تړی دا وحشت دا خلک ترسره کوی د یوه بالیشي اورګونی له خولې بیان درته کړم هغه ویل: د کرزي د حکومت دورې کیسه ده د شپې ناوخته به وزیرو، یا پیرکوتیانو لارۍ کې لرګي بارکړی و غزنی ته به یې وړل ویل موژ به ورته مخ ته سوو په زور به مو لرګي ترې راښکته کړل او وهل ډبول مو ورکړل… نور لوستل »

منتقم منګل

زړه می نه غواړی نور ژوند په دی دنیا کی
له چاپو او بمبارونو نه نور تنګ پدی دنیا کی
شپه او ورځ دی بمبارونه او چاپی دی
نه مو خوب شته نه ارام په دی دنیا کی
لکه تږی لیونی درپسی ګرځم
شهادت غیږ راکوه په اریانه کی

منتقم منګل

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close