یونیسکو د غور د جام منار د رغولو لپاره ۲ میلیونه ډالر مرسته کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۴غبرګولی،  ۱۳۹۸ل): د ملګرو ملتونو فرهنګي ادارې وروسته له هغه چې د منار جام د ړنګېدلو خبر ورکول شو، ددې منار د رغولو لپاره ۲ میلیونه ډالره مرسته اعلان کړې.

د غه مرسته نن ورځ په کابل کې د یونیسکو او اطلاعاتو او کلتور وزارت د استازو تر ګډې ناستې وروسته اعلان شوه.

د یونسکو اداره داسې مهال د غور د منار جام لپاره مرسته اعلانوي چې په دې ولایت کې وروستیو سیلابونو جام منار د ړنګېدو له خطر سره مخ کړی او د یاد ولایت اوسېدونکي خبر ورکوي چې که په بېړنۍ ډول ونه رغول شي د افغانستان د تاریخ دا ۹۰۰ کلن یادګار به له منځه ولاړ شي.

د منار جام د غوري واکمن سلطان شهاب الدین غوري د واکمنۍ په دوره کې د خپل وخت د معمارۍ په تر ټولو ظریف هنر سره رغول شوی او د هند د قطب تر منار را وروسته د ۶۲ متره اوږدوالي په درلودلو سره د نړۍ دوهم تر ټولو لوړ منار دی.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکي ادعا کوي چې د شنبې په ورځ یې له منار څخه د سیلابونو د مخ ګرځولو لپاره ۳۰۰ کارکوونکي لېږلي وو او هغوی په بریالیتوب سره وکولای شوای د اوبو رخ په بل لوري وګرځوي.

په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي انځورونه ښيي چې د یاد منار څه باندې درې متره لا هم په اوبو کې پټه ده.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د