ملي لوبغاړي؛ «خوشحالي په ډزو لمانځل خپل هېوادوال د غم په ټغر کښېنول دي»

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۵ غبرګولی، ۱۳۹۸ل): وروسته له هغې چې له نړیوال جام څخه وړاندې په یوه تمریناتي سیالۍ کې افغانستان خپلې سر سختې سیال لوبډلې پاکستان ته ماتې ورکړه، هېوادوالو دغه خوشحالي په هوایي ډزو کولو ولمانځله.

ددغې سیالۍ ګټل د هېواد لسګونه کورنۍ د غم په ټغر کښېنولې چې په بېلا بېلو ولایتونو کې د هوایي ډزو له کبله لس تنه ټپيان شوي دي، چې د ځینو حالت نازک ښودل شوی دی.

د راپورونو له مخې په دغه بریا لمانځنه کې چې په هوايي ډزو وشوه، په خوست، کابل او ننګرهار ولایتونو کې لس تنه ټپیان شول.

https://m.facebook.com/story.php?story_fbid=2217614561609634&id=100000833362966

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي رسنیو ته ویلي دي چې دوی په دغو ولایتونو کې یو شمېر هوايي ډزې کونکي نیولي دي.

نوموړي زیاته کړه: په کابل، خوست او جلال اباد کې د هوايي ډزو له کبله لس تنه ټپیان شوي دي، امنیتي ځواکونو په کابل کې ۴۳، په خوست کې ۱۴ او په جلال اباد کې ۳۱ کسان په دغه تړاو له وسلو او مهماتو سره نیولي دي.

دا لومړی وار نه دی چې په هېواد کې د کرېکټ بریا په هوايي ډزو لمانځل کیږي، بلکې دغه کار اوس په هېواد کې د یو دود بڼه غوره کړې چې هر وخت خوشحالي په غم بدلوي.

دغه خوشحالي د ځینو هېوادوالو لخوا پر نورو په غم بدله شوه، چې وروسته د افغانستان کرېکټ بورډ او ملي لوبغاړو پر ټویټر له هېوادوالو غوښتي تر څو داسې کړنې ترسره نه کړي چې نورې کورنۍ د غم په ټغر کښینوي.

رییس احمدزي، ظاهر خان، ګلبدین نائب او ځینو نورو لوبغاړو پر ټویټرپاڼو عکسونه خپاره کړي او لیکلي یې دي چې «خوشحالي په ډزو لمانځل خپل هېوادوال د غم په ټغر کښېنول دي».

حیرانونکې لا داده چې د کرېکټ بورډ پخواني چارواکي تاج ملوک عالم هم په هوايي ډزو کولو کې برخه اخیستې ده، نوموړي پر خپله فیسبوکپاڼه لیکلي: «ګورۍ وطنوالو دا ډزې ښه کار نه ده، هسې یو د تمانچې ډز په کې ما هم وکړ».

https://m.facebook.com/story.php?story_fbid=2458851984146475&id=100000650910508

یاده دې وي چې تیره ورځ د ۲۰۱۹م کرېکټ نړیوال جام لپاره په یوه تمریناتي سیالۍ کې افغانستان لوبډلې د ۳ ویکټو په توپیر ماتې ورکړې وه، چې د افغان کرېکټ مینوالو د کلونو انتظار یې ختم کړ.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

روژه مو په خیر.
د کرکیټ ګټل له پاکستان څخه ،د ولس خوشحالی په ډزو سره یی لمانځنه،
دا واضح کوی چه عام ولس څومره له پاکستان څخه کرکه نفرت کوی؟

عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

عجيبه ده نن ټکی آسيا وايي «هېوادوالو دغه خوشحالي په هوایي ډزو کولو ولمانځله». ولي نه وايي چي توپکيانو چي بې له توپک مارۍ او ډز او ډوز اچولو بل هنر نه لري، د دوی د طبيعت او عادت له مخي دا جنايتکاره عمل وکړ. دوی ښه پوهېدل چي د دوی د دې کرغېړن عمل په پايله کي هم ممکن مرګ ژوبله رامنځ ته سي او هم د دوی د نيولو او بندي کولو لامل سي خو بيا پر دوی باندي د دوی د توپکمارۍ د غلبې له امله دوی ونه کولای سول چي خپل ځانونه کنټرول کړي. الله مودي… نور لوستل »

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

زه د خپلو ګرانو وطنوالو ورزشی سلیقی او مینی ته درناوی لرم خو کاشکی موږ د ثور د اوومی یا د جدی د شپږمی د تورتم په تورو منګولو کی نه وای محصور سوی او نورو هیوادونو ته د مهاجرت په محتوم او اجباری سرنوشت نه وای محکوم سوی او د کریکټ ( چی زموږ دوو سوو فیصده خلګو څلویښت کاله مخکی اصلاً د کریکټ نوم لا هم نه ؤ اوریدلی)په ورزش نه وای روږد سوی. اصلی خبره می داده چی نن سبا زموږ د اجتماعی- سیاسی بازار په هره برخه کی چورایزم او ګَنس کراسی حاکمه ده، داسی نه… نور لوستل »