ډاکټر نجیب الله خواجه عمري / پوهنمل انجنیر عبدالتواب بالاکرزی

غني، د لوړو زده کړو وزير له دندې ګوښه، او پرځای یې بل سرپرست وټاکه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۵غویی، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت مشر محمد اشرف غني، د یو ناڅاپی فرمان په وسیله د لوړو زدکړو وزیر خواجه عمري له دندي لیري کړی او پرځای یې د دغه وزارت علمي مرستیال انجینر عبدالتواب بالاکرزی د سرپرست وزیر په توګه ټاکلی دی.

له ارګ څخه په خپره شوي خبرپاڼه کې د یادي ټاکني په اړه د فرمان یادونه شوې، خو د دغي ګمارني او ګوښه کیدني لامل نه دی پکي په ډاګه شوی.

تېره اونۍ هم په ورته اقدام کې ښاغلي غني د مخابراتو او مالوماتي ټیکنالوژۍ، او د آب برق وزیران له خپلو څوکیو ګوښه کړي او پرځای یې نور سرپرستان ټاکلي وو.

دا ټاکني داسي مهال ترسره کیږي چې له یوې خوا د ګډ حکومت موده ۵ ورځي وړاندي په قانوني ډول پای ته رسیدلې، او له بلي خوا ولسمشریزي ټاکني په را رسیدو دي، د کارپوهانو له نظره د ولسمشر دا ډول ټاکني د قانون خلاف ګڼلي کیږي.

د اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په ګډون ټولو سیاسیونو لا له وړاندي له غني څخه غوښتي وو چې ولسمشریزو ټاکنو ته په نژدې موده کې دې له هر ډول ګمارنو او ګوښه کولو څخه ډډه وکړي، د دوی په وینا په داسي وخت کې ټاکني ناقانونه چاره ګڼله کیږي. او دا یوازي د یو کمپاین برخه تصور کیدای شي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

دغه نالايقه وزير خو ښه سو چي پسي وايې خيستی. اما غني لا لا غواړي د بشار اسد غوندي ځان د واک پر ګدۍ مېخ کړي.
د ده سلف رباني په غرونو کي د ولسمشرۍ چوکي په ځان پوري تړلې ګرځول او ويل يې تر هغو چي مي پر دغه چوکي ويني بهېدلي نه وي نه يې پرېږدم. غني هم دغسي کوي او شعار ورکوي: يا ارګ يا مرګ !