افغانستان

افغانستان او پاکستان د لوړې کچې امنیتي غونډه جوړوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۵غبرګولی،  ۱۳۹۸ل): د افغانستان او پاکستان لوړپوړي امنیتي چارواکي راروانه اونۍ په اسلام اباد کې د لوړي سطحې ګډه امنیتي غونډه جوړوي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو سره سم، په یاده غونډه کې به په دوه اړخیزو اړیکو،  د کډوالو او سوداګرۍ په مسلې او د تروریزم سره د مبارزې په برخه کې د دواړو هیوادونو په ګډې همکارۍ خبرې وشي.

له دې سره، سره به پاکستان ته د حکومت مشر «محمد اشرف غني» سفر چې تمه ده په راتلونکې «جون» میاشت کې ترسره شي، هم ددې  خبرو یوه برخه وي.

د راپورونو له مخې، د افغانستان له لوري به د ګډ حکومت د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د پلاوي مشري کوي او د کورنیو چارو سرپرست وزیر «مسعود اندرابي» به یې ملتیا کوي چې تمه ده د خپلو ناستو په لړ کې د پاکستان د فوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره هم وګوري.

د سرچینو په خبره، په پاکستان کې د ګډ حکومت استازي «عاطف مشعل» د پاکستان او افغانستان تر منځ د اړیکو په رغولو کې ډېر کار کړی او راتلونکې غونډه هم د نوموړي په هڅو جوړېږي.

عاطف مشعل په دې تړاو رسنیو ته ویلي « تمه ده د افغانستا ن او پاکستان تر منځ زیانمنې شوې اړیکې ورغېږي او پاکستان د افغان سولې په برخه کې فعال رول ادا کړي».

افغانستان له اوږدې مودې ځنډ وروسته داسې مهال له پاکستاني امنیتي چارواکو سره ګډه غونډه دایروي چې د روانې میلادي میاشتې په پنځمه نېټه د پاکستان د لومړي وزیر «عمران خان» او د ګډ حکومت د مشر «محمد اشرف غني» تر منځ تلیفوني خبرې وشوې او د عمران خان له لوري د پاکستان د سفر بلنه د اشرف غني له لوري ومنل شوه.

په ورته وخت کې ګډ حکومت داسې مهال له پاکستان څخه د افغان سولې په برخه کې د «فعال» رول تمه لري چې د طالب او امریکایي چارواکو تر منځ د مذاکراتو شپږ پړاوه د دواړو لورو د ادعاوو په اساس له «پرمختګونو» سره مل پای ته رسېدلي او دواړې خواوې پکې یوه توافق ته نږدې ښکاري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی.پښتین

روژه مو په خیر،
له پاکستان سره په زر ګونو امنیتی غونډی وشوی خو هیڅ نتیجه نه ورکوی.افغان ولس باید د هر څه نه مخکی ،د افغانستان اوبه کبترول کړی،او بیا پاکستان ته ووایی چه یو بوتل اوبه په سل کلداری .او یا اوبه درکوم ،خو تروریستان به افغانستان څخه تړی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close