ناټو د چورلکې د نسکوريدو په پيښه کې د خپلو سرتیرو د ټپي کيدو خبر ورکړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۵ غویی، ۱۳۹۸ل): وړمه شپه د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې یوه چولکه له راپریوتو سره سم د اور خوراک شوه.

هغه مهال د پېښې له ځای څخه سرچینو «نن ټکی اسیا» ته ویلي وو چې الوتکه د ګډو ځواکونو ده او د الوتکي له تخریب څخه جوتیږي چې هیڅوک به هم پکي ژوندی نه وي پاتي.

خو هم مهاله د هلمند ولایت مقام رسنیز دفتر پر خپله فسبوک پاڼه ولیکل: «شاوخوا يو ساعت وړاندې د هلمند ولايت اړوند سيمه کې يوې الوتکې د تخنيکي ستونزې له کبله بيړنۍ ناسته کړې، چې عمله يې ټوله ژغورل شوې او الوتکه هم د دوی لخوا سوځول شوې».

خو تازه د ناټو وياند د هلمند د ولایتي چارواکو د ادعا برعکس، منلې چې چورلکه د بهرنیانو اړوند وه، او د نسکوریدو په پایله کې یې افغان او بهرنۍ عمله ټپيان شوي دي، خو په وينا يې روغتيايي وضعيت يې بد نه دی.

که څه هم د ناټو دغه وياند د مرګ ژوبلې په اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو وايي، چې چورلکه هغه مهال نسکوره شوه چې دوی غوښتل په سيمه کې عمليات ترسره کړي.

چورلکه د يادې ولسوالۍ اړوند د هرمزبازار ته نږدې د طالبانو په سيمه کې نسکوره شوې وه چې طالبانو او ځايي خلکو يې ترې ويډيوګانې کړي او په سوشل ميډيايې انځورونه هم خپاره شوي دي.

طالبان وايي، په سیمه کې د بهرنيو ځواکونو اړوند اپاچي هليکوپتر چې د چاپې په نيت راغلي وه؛ نسکوره شوې، چورلکه او ټوله سپرلۍ يې له منځه تللې او د ګډو ځواکونو چاپه يې ناکامه کړې ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د