نړۍ

د پښتون ژغورنې غورځنګ پر کاروان برید کې لسګونه کسان ټپیان شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۵غبرګولی،  ۱۳۹۸ل): د پاکستاني فوځ په ډزو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د کاروان لسګونه تنه ټپيان شوي او ددې ډلې څو کلیدي مشران فوځ له ځانه سره وړي.

د غه کاروان چې په شمالي وزیرستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ له لوري په لاره اچول شوي لاریون ته په لاره وو، فوځ ورباندې ډزې کړې او تر ۴۰ پورې کسان یې ټپیان کړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي کمېټې غړې «ثنا اعجاز» یاد خبر تائیدوي او په وینا يې د ټپيانو له ډلې «۱۵» تنه یې دا مهال د میرانشاه روغتون ته د بېړنۍ درملنې لپاره رسول شوي.

دنوموړې په خبره، د پېښې په مهال د غورځنګ یو مشر «علي وزیر» هم د څو ملګرو سره یو ځای د فوځ له لوري نیول شوی.

اعجاز له خپلو ټولو خواخوږو غوښتي څو ټپیانو ته د مرستو رسولو په موخه روغتونو ته ورشي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ په قافله باندې داسې مهال برید کېږي چې څه موده وړاندې د پاکستان د فوځ د عامه اړیکو د ادارې مشر «جنرال اصف غفور» دې غورځنګ ته ګواښ وکړ او ادعا یې وکړه چې ددوی ټولې غوښتنې یې پوره کړې خو که له دې سره، سره دوی مزاحمت ته دوام ورکوي نو پوه دې شي چې وخت یې خلاص دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

یاره اوس اوس د ډیرو خلکو هیلی همدی غورزنګ ته دي. له حکومت څخه او د سولی له خبرو څخه خو څه جوړ نشول. الله د موفقه لری په حقه دی. باور په خدای وکړی چی شپه او روځ می خبرونه لټه ول چی د سولی خبری به څنګه شی هغه ټول امیدونه مو تر خاوری لاندی شول. مسافر یم د مور او پلار په جنازه کی می برخه وانخستلی شوه د کفر ملک کی پروت یم خو تر کابله بهتره ده.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x