ټکنالوژي

چین له الوتکې د چټک ریل ګاډي وړاندې کولو ادعا کړې – ویډیو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۵ غبرګولی، ۱۳۹۸ل) چین د نړۍ تر ټولو چټک ریل ګاډي جوړولو ادعا کړې چې په یوه ساعت کې د «۶۰۰» کیلو میتره چټک سرعت وړتیا لري.

د چینایي رسنیو د راپور سره سم د چین ریل ګاډي وزارت د نړۍ تر ټولو چټک تلونکي ریل ګاډي جوړولو ادعا کړې چې بشپړ تولید به یې په ۲۰۲۱م کال کې ترسره شي خو اوسمهال په ازمیښتي ډول وړاندې شوی دی.

د چارواکو د وینا سره سم په «۶۰۰» کیلو میتره سرعت سره تلونکی دغه ریل ګاډی به د چین له بیجنګ ښار څخه تر شانګايي ښار پورې (۱۲۱۳.۱۶) کلیو میتره مسافه په درې نیم ساعتو کې وهلی شي، چې اوسمهال همدغه مسافه الوتکې په ۴ ساعتونو کې وهي.

ددوی په وینا دغه ریل ګاډی په مقناطیسي سیستم جوړ شوی چې د چټک تلو په حالت کې به له پټې پورته وي او په مقناطیسي ډول به هوا سره تړلی وي، اوسمهال چین کې په مقناطیسي سیستم جوړ شوی ریل ګاډی شتون لري خو په یوه ساعت کې ۴۲۹ کلیو میتره مزل کوي.

یوه نړیوال خبري اژانس د چین دغه ادعا چې تر ټولو چټک ریل ګاډی یې وړاندې کړی بې بنسټه بللې، دوی وایي چې په ۲۰۱۵م کال کې جاپان همدغه ډول ریل ګاډی چې په یوه ساعت کې یې «۶۰۳» کیلو میتره سرعت درلود په تجربه کولو ریکارډ په خپل نوم کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالمالک همت

په دنيا کي څه کيږي او موږ چي دې لنډغرو غلو هر څه راڅخه قبضه کړي دي او موږ يې ګروګان کړي يو په څه حالت کي اوسو. څه دروکړم د افغانانو بده بخته، څه در وکړم ! ته بيا ورسه د دې غلو تبليغاتو او کلانکاريو ته کښېنه. دوی بيا ځانونه تر هرچا پوهان، متمدن او د کار خلک بولي. دې مشر غله يې په تېرو انتخاباتو کي په خپل انتخاباتي کمپاين کي ويل چي له ډيلي څخه به تر کابله د ريل پټلۍ درته وغځوم. خو نه داچي تر خپله ږيره لاندي د کابل سړکونه يې نه کړه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x