پاکستان ته له ماتې ورکولو وروسته افغان لوبډله انګلستان سره مخامخ کيږي

نن ټکی اسيا (يکشنبه، ۵ غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د افغانستان کرېکټ لوبډله په دويمه تمريناتي سيالۍ کې د انګلستان لوبډلې پر وړاندې سبا د دوشنبې په ورځ مخامخ کيږي.

پاکستان لوبډلې ته له تاريخي ماتې ورکولو وروسته به افغان لوبډله د راتلونکي نړيوال جام تر ټولو خوښوونکې او خطرناکې بلل شوې لوبډلې انګلستان سره خپل بخت ازمايي.

د تيرې جمعې په ورځ د نړيوال جام تمريناتي يا وارم اپ سياليو په لړ کې افغان لوبډلې د پاکستان لوبډلې پر وړاندې سيالۍ ترسره کړه چې افغان لوبډلې د پاکستان لوبډلې ټاکلی ۲۶۳ منډو هدف په وروستي اور کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدلو بشپړ کړ.

د کرېکټ نړيوال جام به څلور ورځې وروسته د مۍ مياشتې په ۳۰مه نېټه د انګلستان او سويلي افريقا له سيالۍ سره د انګلستان او ويلز په ګډو لوبغالو کې پېل شي.

په دې لړ کې به افغان لوبډله خپله لومړۍ سيالۍ د استراليا لوبډلې پر وړاندې د جون مياشتې په لومړۍ نېټه ترسره کړي، چې له هغې وروسته به له هرې بلې لوبډلې سره يوه-يوه سيالۍ وکړي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د