سیکولران ټول سره وروڼه دي

زخمي افغان

افغانستان ته له امریکایي یرغل سره هم مهال د سیکولرزم مفکوره هم راغله، نوي سیکولران له دین او دیانت سره ژور حساسیت لري، دوی فکر کوي چې افغانستان د اروپا په شان له قرون وسطایي دور څخه تیریږي او دوی به په کې د رنسانس یا ویښتابه تجربه عملي کوي.

د نویو سیکولرانو یو عمده خاصیت دا دی چې په خپل هر مخالف باندې د پنجابیت یا له پاکستان سره د اړیکو ټاپه وهي. هر څوک چې په افغانستان کې د دین او دیانت غږ پورته کوي، له دیني مقدساتو د دفاع او ساتنې هڅه کوي نو سیکولران ورته د پاکستاني توب پیغور ورکوي. آبل کال د ویسا ورځپاڼې مسؤل مدیر محمد زبیر شفیقي په یوه لیکنه کې ویلي و چې په افغانستان کې باید د سیرت پوهنې دورې او سیالۍ ترسره شي. خو بالمقابل د ودان افغانستان ګوند په نوم د نویو سیکولرانو د یوې ډلې مشر عبدالاحمد محمد یار د محمد زبیر شفیقي د دې خبرې په ځواب کې اوږده لیکنه وکړه او د هغه فکر یې پاکستانی فکر وباله.

تیر کال چې کله د حقانیه دارالعلوم مشر مولانا سمیع الحق صاحب په شهادت ورسید او ګڼ شمیر افغانانو د اسلامي اخوت او دیني خپلوۍ له امله ورسره غمشریکي وکړه نو هم سیکولرانو انتقاد کاوه چې مولانا سمیع الحق پاکستانی دی او څوک چې پرې غمجن دي د هغو په افغانیت کې شک دی.

خو بل اړخ ته همدغه سیکولران بیا د پاکستان له سیکولرانو سره تودې اړیکي پالي، له هغوی سره ملګرتیا او هره نوع همکاري د ځان لپاره عیب او د افغانیت نقض نه بولي. تاسو به لیدلي وي چې وړم کال په کابل کې د جنوبي اسیا د مدني فعالانو د ګډ کانفرانس پر مهال د کابل سیکولران د اسلام اباد او کراچۍ له سیکولرانو سره په یوه اتڼ کې وڅرخیدل او د دین او دیانت پر ضد پرګډه مبارزه یې هوکړه وکړه. راځئ دلته د سیکولرانو د دې دوګانه چلند په اړه یوه بیلګه راواخلو تر څو موضوع راته ښه واضحه شي.

آبله ورځ یوه ملګري حافظ صاحب چې د تخار ولایت اوسیدونکی دی، کیسه کوله وایي په پیښور کې مې د لوی عالم او شیخ الحدیث مفتي محمد فرید صاحب کتاب (فتاوی فریدیه) رانیول، غوښتل مې له ځان سره یې تخار ته یوسم او فارسي ژبې ته یې ترجمه کړم، تر څو د دې سترې علمي پانګې له ګټې څخه زموږ د هیواد دري ژبي وروڼه هم مستفید شي. خو کله چې د تورخم له دروازې را واوښتم، ګورم چې پر لاره د ملي امنیت کارمندان په ساده جامو کې ناست دي او خلک څاري، په ما یې فکر شو او ویي ګرځولم، تلاشي یي راسره وکړه خو هیڅ شی یې پیدا نکړل، وروسته یې د کتابونو غوټه وپلټله او کله یې چې فتاوی فریدیه ولیدله نو په ډیر توهین سره یې کتاب په ځمکه وویشت او ماته یې بدې خبرې پیل کړې، چې ولې دې د یوه پاکستاني عالم کتاب راوړی دی.

ما ورته وویل چې دا د حنفي فقهې اسلامي کتاب دی، آیتونه او احادیث په کې لیکلي دي، بې احترامي یې مه کوئ ګناه لري، خو د ملي امنیت کسانو وویل چې قران هم په پاکستانی ژبه ( اردو) لیکلی وي موږ ته د منلو نه دی( العیاذ بالله) دغو ظالمانو د فتاوی فریدیه کتاب په ډیر احترامۍ سره یو خوا بلخوا غورځاوه، د لارې خلکو دغه صحنه لیدله په څیرو کې یې ژور تأثرات معلومیدل خو په خوله یې څه نه شوای ویلی.

د تخار حافظ صاحب چې کله دا کیسه کوله او د ملي امنیت د سیکولر کارمندانو لخوا یي د فتاوی فریدیه د توهین او تحقیر داستان بیاناوه چې یوازې د اردو ژبې او د یوه پاکستاني عالم لخوا د لیکل کیدو سزا ورکول کیدله، ما ته سمدستي یوه تازه موضوع ذهن ته راغله چې په دې نږدې ورځو کې په ټویټر کې خورا ګرمه وه.

افراسیاب خټک د نشنل عوامي ګوند پخوانی مخکښ غړی چې مشهور پاکستانی سیکولر دی په دې وروستیو کې یې د (نوی داغ) په نوم شعري ټولګه چاپ کړې ده. افراسیاب خټک څو اونۍ وړاندې کابل ته راغلی و، دلته یې د ارګ تر چارواکو پورې له ګڼو سیکولرانو سره ولیدل او خپل کتاب یې ورته ډالۍ کړ. د کابل سیکولرانو له نوموړي سره د ملاقات عکسونه په ډیر آب و تاب په سوشل میډیا کې خپرول، هغه ته یې د چاپ کړي کتاب مبارکي ورکوله او د هغه لخوا ورته د ډالۍ شوي کتاب انځورونه یې په ډیر ویاړ نشرول.

مفتي محمد فرید صاحب او او افراسیاب خټک دواړه له ډیورنډ کرښې لاندې ( کوزه پښتونخوا) کې زیږیدلي دي. دوی دواړه پاکستانیان دي. خو دا چې د مفتي فرید صاحب کتاب د پاکستانیت په جرم په ځمکه ویشتل کیږي، خو د افراسیاب خټک کتاب په ډیر ویاړ د لوړپوړو چارواکو تر منځ لاس په لاس او انځورونه یې په سوشل میډیا خپریږي. دغه دوګانګي دا پوښتنه راپورته کوي چې آیا زموږ د وطن سیکولران واقعا له پاکستان سره دښمني لري او که ټوله عقده یې یوازې له دین او دیانت سره ده.

که خبره له پاکستان سره دحساسیت وي بیا خو افراسیاب خټک هم پاکستانی دی، دغه راز د مبارک علي په نوم مشهور پنجابی کمونیست چې اسدالله غضنفر یې پنډ پنډ کتابونه له اردو څخه پښتو ته ژباړلي، هم پاکستانی دی، نو له دوی سره ولې هیڅ نوع حساسیت نشته؟؟ ځواب واضح دی او هغه داچې افراسیاب خټک او مبارک علي دواړه سیکولر پاکستانیان دي نو ځکه د افغان سیکولرانو وروڼه دي او په ډیر درنښت ورته قائل دي. اما مولانا مفتي محمد فرید صاحب چې سوچه پښتون او د پښتونخوا د صوابۍ اوسیدونکی دی، سیکولران یې ځکه کتابونه سنګساروي چې هغه د کتاب الله او احادیث رسول الله ( علیه السلام )خبره کوي. په فتاوی فریدیه کې د دین مسائل دي هغه څه چې سیکولران ورسره د لیونتوب تر کچې حساسیت او عقده لري.

متأسفانه نن سبا زموږ ډير متدین او مؤمن وروڼه هم  له پاکستان سره د عنوان شوې دښمنۍ د تبلیغاتو تر اثر لاندې راغلي دي او فکر کوي چې سیکولران واقعا له پاکستان سره دښمني لري. اما خبره دا ده چې دلته له دین سره دښمني تر همدې عنوان لاندې ترسره کیږي. دوی له پاکستاني فلمونو، پاکستانیو ډمانو او پاکستاني سیکولرانو سره هیڅ نوع دشمني نه لري، هغه ده موږ وینو چې د پاکستاني ډم ( خیال محمد) لپاره په کابل کې لمانځنغونډه جوړیږي او مډالونه ورکول کیږي،د هارون پاچا او ګلزار عالم په شان پاکستاني ډمان د کابل د سیکولرانو مجلسونه تودوي. د پیښور نڅاګرې د سیکولرانو په ټیلویزونونو کې پروګرامونه ترسره کوي. اما که چا د پاکستاني دیني عالم نوم واخیست، د پاکستان په کومه دیني مدرسه کې یې درس ووایه نو بیا د پنجابیت ټاپه ورباندې لګیږي.

په دې باید پوه شو چې سیکولران له دین سره دښمني لري، د سیکولرزم مطلب او مفهوم له ( بي دینۍ) څخه عبارت دی خو دا چې دوی له دین سره مخامخ دښمني نه شي اعلانولای نو غواړي د دې دښمني لپاره نور عناوین وکاروي.

avatar
4 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
مير افغان
میلمه
مير افغان

والله رښتيا همدغه خبره ده. يو متل دی وايې
مرغان هغه سره کښيني چي بوڼي سره ورته وي.

منتقم منګل
میلمه
منتقم منګل

په حقایقو ولاړه لیکنه ده، سیکولر له حیواناتو بدتر دی د اسلام په دښمنی کی له کفارو څو قدمه وړاندی لاړی دی.

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

ستا مجلس خوږ دی خو خبره داده چی
هم مو سیکولر او د هغه فکری انډیوالان او هم مو پاکستانی مُلا او د هغه فکری انډیوالان د انګریز په فتنو مفتون دی.

Hidayat shinwaray
میلمه
Hidayat shinwaray

په نڕی کی هیڅ ایزم حقیقت نه لری بلکی یو ایزم چی egoism دی هغه فطرتا په ټولو انسانان کی وجود لری. نفس چی کوم دی په هر چا باندی حاکم دی او هر سړی د ډالرو لپاره کار کوی چی خپل نفس خوشحاله کړی. اخوانیانی ډلی او ټپلی هم د ووزولی ادعا کوی ولی په حقیقت کی یو د بل سر سخته دشمنان دی. یو اخوانی بل اخوانی نه شی تحملولی او داسی خیال کوی چی یو اخوانی ورور یی د هغی د مفکوری غل کوی. نو ځکه هر یو خپل ځان په ظاهر کی د دین ټیکدار بولی… نور لوستل »

ګلاجان کوچی
میلمه
ګلاجان کوچی

زخمي افغان صاحب سلامونه مې ومنئ! مضمون مو پر حقائقو ولاړ دی، الله تعالی دې اجر در کړي چې د سيکولرانو د اسلامدښمنۍ مٍثالونه مو بيان کړي دي، خو تر څو چې د سېکولريزم او سېکولرانو شرعي حکم نه وي بيان شوې او خلکو ته دا نه وي معلومه شوې چې د سيکولريزم په منلو مسلمان کافر کېږي؟ که ګنهګارېږي؟ او که بيا هم مسلمان پاتې کېږي او ايمان ته يې هېڅ تاوان نه رسېږي؟ نو سيکولرېزم به د دې ملت ډېر سطحي فکره او له حقايقو ناخبره ځوانان به په خپلو رنګېنو لومو کې ښکار کوي. نو ځکه خو… نور لوستل »