
پر هوواوې د «میموري کارت» استعمال بندیز هم ولګید
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۵ غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د هوواوې شرکت د بندیزونو سلسله دوام لري چې په نړۍ کې د ټکنالوژۍ بېلا بېل شرکتونو لخوا پرې بندیزونه لګول کیږي.
د میموري کارت شرکت یوه غړي ویلي دي چې د هوواوې شرکت به په راتلونکي مبایلونو کې ونه کولای شي چې میموري کارت (SD او microSD) استعمال کړي.
Future Huawei phones have been banned from using microSD cards 💀https://t.co/h0PlXuABp9
— Android Central (@androidcentral) May 26, 2019
پر هوواوې دغه بندیزونه له هغه نه وروسته لګیږي چې امریکا حکومت په یاد شرکت د سوداګرۍ په برخه کې یو شمېر بندیزونه ولګول او د هوواوې شرکت جواز یې لغوه اعلان کړ.
له یادو بندیزونو وروسته لومړی د ګوګل شرکت اعلان وکړ چې پر هوواوې د انډرایډ سیستم استعمال بندیز ولګوي، همدا ډول یو شمېر نورو برتانوي شرکتونو هم پر هوواوې بندیز ولګاوه، د جاپان پاناسونیک ټکنالوژي شرکت هم د هوواوې سره سوداګریزې اړیکې ځنډولي دي.
اوس د ایس ډي میموري کارت شرکت اعلان کړی چې د امریکا سوداګرۍ وزارت په وینا یې د هوواوې سره اړیکې ځنډولي دي او په راتلونکي کې یې د میموري کارت پر استعمال بندیز لګولی دی.
لکه څرنګه چې هوواوې د انډرایډ او میکروسافټ چلوونکي سیستم په بدل کې خپل نوی سیستم وړاندې کوي همدا ډول به په دې لړ کې هم خپل نانو میموري کارت استعمال د ایس ډي په بدل کې پېل کړي.