islamic world map

اسلام پوښي واکداران او مسلمان ولسونه

اسدالله رزين

مسلمانه نړۍ خپل بی بیلګي دین ، لاجواب فرهنګ او ځلاند تاریخ ته په کتو سره د بیخې ډیرو شتو نړۍ ده.

د مادي شتو کمی یی هم نشته . د نړۍ د تیلو (۶۰)سلنه او د ګازو(۷۰) سلنه زخیرې له دوی سره دي. مسلمانان ۵۷ خپلواک هیوادونه لري او یا داچې له شپږسوه میلیونو انسانانو جوړه نړۍ ده، خو له دی ټولو شتو سره، سره په انساني ټولنه کې حساب نه پری کیږي. او هرځای ترسوکانو او لغتو لاندي اوسې.

د یادو حقیقتونو په منځ کې یو ژور تضاد شته چې په پوهیدو سره یی د مسلمانې نړۍ ښه راتلونکې تړاو لري. مسلمانه نړۍ د پرمختګ دوه پیاوړي بنسټونه هم لري.

لومړی بنسټ یی تقوی یا له خپل خالق سره تعلق، او د رسول الله(ص) د سنتو اتباع ده.

دوهم بنسټ یی د علم د لاس ته راوړلو درسونه، ارزښت او په لاس ته راوړلو یی ټینګار دی، خوښکاره خبره ده چې دواړه یاد فضیلتونه له قرآنکریم سره په تعلق کې شوني دي، خو له بده مرغه د تګ لاري او غوراوي واک له واکدارانو سره وي. چې د مهالي ډیری واکدارانو په حق کې دغه عربي متل بیخې په ځای دی چې: ماهی د سر له لوري خوسا کیږي. په دی معنی چې لومړی د ټولنې لوړ پوړي چارواکي او بیا له هغوی په اغیز کې ولسونه په ورته فساد اخته کیږي.

ولسونه د مزاج له مخې او د علمي او اخلاقي وړتیا د کمي له کبله ځواک پرست وي. په ډیرافسوس سره له ډیرې اوږدئ مودې راهیسې په مسلمانه نړۍ پردي پال او ضمیر پلورونکي واکداران له خپل دین ، فرهنګ او تاریخ سره په جفا او غداري کې واک چلوي . دوی یوازي خپلې ډلې ، ادارې ، کورنۍ او بادارته وفا دار پاته کیږي، نوځکه ویلای سوای چې د شته اسلامي نړۍ بادشاهي،جمهوریت، قوم پالنه، عسکري نظامونه اوصحافت ټول په دورغو دي.

د واکدارانو د واک سیمه دومره پراخه وي چې د واک د جواز، تمدید او چلولو لپاره ځني دوی ته ورته ملایان او نور با اثره کسان پیري . هغه د دوی په ګټه فتواوې را باسي، فرقه او مسلک د دښمني په بڼه کې د ولسونو منځ ته ور وړي. او نه پریږدي چې دین د نظام او نظریی په بڼه کې را ښکاره سي. او که چیرته را ښکاره هم سي بیا د نړیوال کفر له قهر او غضب سره مخامخ کیږي . او مزدور واکداران یی لکه د ښکارر سپي ور ته په ګوته کوي، خو اوس زموږ مخي ته پرته موضوع په مسلمانو هیوادو ګومارل سوي واکداران دي. او د بیلګې په ډول سره مخ یوازي په حرمینو قابض ولیعهد ته ور اړوو.

سعودي عربستان د مسلمانانو د وحیۍ د نزول مرکز دی. هلته مکه مکرمه او مدینه منوره واقع دي. او چې په دغه سترګه ورته وکتل سي ، نو بیا سعودي عربستان په مسلمانه نړۍ کې د زړه حیثیت لري.

سعودي عربستان له جوړیدو بیا د ولیعهد ترقبضې پوري په یو ډول خپل دیني حیثیت ساتلی ؤ. د سعودي نظام بادشاهي ؤ، خو شخصیت یی له دینه سره په اړیکه کې محفوظ پاته ؤ. سعودي عربستان خپل دیني شخصیت ته په کتو سره تر ډیره بریده امت پالی اوسیدلی، خو ولیعهد چې نوم اخستل یی راته ګران تمامیږي له یاده شالیده سره سره نه پوهیږم د کوم انقلاب نارې وهي چې له ولیعهد کیدو سره جوخت یی د شاهي کورنۍ (۵۰۰) مهم کسان د زندان تیارو ته ور ټیل وهل او له هغوی یی (دؤلس سوه پنځوس ملیونه) ډالریووړل .

ولیعهد په دغه ډول سره مخالفین له مخې لری کوي، خپلې پښې ټینګوي او د بادشاه کیدو لاره هواروي. چې دغه ته ورته حالت اوس په جمهوریتونو کې هم روان دی.

اصل مسئله د ولیعهد کیدو او بادشاه کیدو نه ده. اصلې مسئله داده چې د سلمان زوی څرنګه یو ناڅاپه د (۳۲)کلو په عمر روڼ اندی سو. ځکه په غرب کې هم د روڼ اندي لپاره یو تاریخ، تدریج اوارتقاء وي. ولیعند ته کومه، څه وخت، څرنګه او چیرته د پوهي دروازه پرانستله سوه چې د ارتقاء او تدریج مرحلې یی شاته پری ښودې او روڼ اندی را ووت.

د سلمان زوی د شپې د یوه مسلمان په څیرڅملاست ، ویده سو، خو سهار بیله دی چې اودس او لمونځ وکړي مخ یی و چړپاؤ ، روڼ اندی او سیکولررا ویښ سو.

ولیعهد لا په خپل پلار د پادشاه کیدو چاپه نه وه وهلې چې اعلان یی وکړ سعودي به په را تلونکو لسو کلونو کې د تفریح یا عیش او مستي د ځایونو په جوړولو(څلور شپیته ملیونه ) ډالرلګوي. د یادې ادارې مشر(عفیل الخطیب) به ریاض کې یوه اخباري کنفرانس ته وویل: موږ لګیا یواو د تفریحي مرکز خاکه سره اوډو. او په نوي کال کې به(۵۰۰۰) تفریحي پروګرامونه لیدو ته وړاندي کړو.

پورته خبر تیا په سعودي عربستان کې د اتومي برید تر خبرتیا کم ارزښت نه لري.

دسعودي ټولنه یوه مسلمانه ټولنه ده. نفوس یی تر (دو دیرش ) ملیونه ډیر دي، خو به یاد شمیر کې تر (لس ملیونه) ډیر بهرنیان او پاته (شل ملیونه) یی سعودیان دي.

د سلمان زوی په دومره کم شمیره ولس د تفریحي مرکزونو لپاره (څلور شپیته ملیونه) ډالر لګوي چې په هغو کې به فلمونه، نڅاوي،ساز آواز، قمار خاني او نائټ کلبونه وي.

که په دی کم شمیره مسلمان هیواد د تفریحي مرکزونو د جوړیدو لپاره (څلور شپیته ملیون) ډالر ولګیږي ، نو بیا به د شل ملییونه مسلمان هیواد روحانیت، اخلاقو، فرهنګ او فکري حالت ته څه ور پاته سي؟

په (شل ملیونه) نفوسو چې اتم بم استعمال سي په لکونو انسانان به تر خاورو لاندي کړي. په همدغه ډول به د سلمان د زوی د تفریحي بم د استعمال په پایله کې د ملیونو سعودیانو باطني او ظاهري شخصیت تباه سي.

د سلمان د زوی بم به په مکه مکرمه هلته چې د حضرت ابراهیم (ع) په مبارکو لاسونو جوړه سوې کعبه. او په مدینه منوره کې هلته چې د محمد رسول الله(ص) سپیڅلې روضه ده لویږي.

که د امت په روحانیت ، اسلامي فرهنګ او اسلامي تاریخ د سلمان د زوی بم ولویږي ،نوبیا به د معنویت دی ځلاند څلې ته څه ور پیښ سئ. او د مسلمانې نړۍ په روحانیت ، اخلاقو، فکر او غیرت به څرنګه اغیز ولري.

د سلمان زوی ته ور پیښه څه ده ؟ چې امریکا ته په یو سفرکې یی مشهورې اخباري ښځې (انډره اوډونل) ته په مصاحبه کې وویل چې: په سعودي کې د ایران تر انقلاب له مخه سینما وې وي. او ښځود موټر چلولو اجازه درلوده. په داسي حال کې چې (۳۲)کلن شهزاده لا په هغه وخت کې زوکړی هم نه ؤ.

په سعودي کې یوه وتلي اونامتو اخبار لیکونکي (شهید جمال خاشق جي) پخپل یوه مضمون کې چې واشنګټن پوست ځپور کړ د ولیعهد یادې دواړه خبرې رد کړې دي.

شهید وایی: په سعودي کې ګرزنده سینما وه چې په پټه به کار تری اخستل کیده. او زما د اکا د زوی پښه هم د ګرزندې سینما د تیښتې په وخت کې ماته سوې ده.

اوس خبره داده چې: (۳۲) کلن شهزاده سعودي کوم لور ته بیایی. مسئله یوازي د فلم کتلو او موسیقي اوریدلو نه ده . فلم او
موسیقي په ډیری مسلمانو هیوادو کې خلک ګوري او اوري.

مسلمانه نړۍ پریږده په غرب کې هم د عیاشي او فحاشي په مرکزونو(څلورشپیته ملیونه ) ډالره نه دي لګول سوي.

که دا هم ومنو چې د سلمان زوی روڼ اندی سوی، او سعودي ولس ته نیکې هیلې او په زړه پورې لوریدنې لري، نو بیا خو په کار ؤ چې تر هرڅه له مخه یی د سعودي يه سیاسي نظام کې بدلون راوستی وای. او بی ځنډه یی اعلان کړی وای چې:
بادشاهي تاریک خیالي او جمهوریت روشن خیالي ده.بادشاهي زړه او جمهوریت نوی دی.

شهزاده دغسې هیڅ هم ونه کړل. او په سعودي کې یی بادشاهي خوښه کړه.

د تعجب وړ، خو لا داده چې د سلمان زوی بادشاهي زړه، او عیاشي او فحاشي نوې او د(۲۱) پیړۍ یا غرب خوښوي. داسې
معلومیږي چې د شهزاده قدامت او حدیدیت دواړه په دروغو دي.

د سلمان زوی ته نه یوازي اخوان المسلمین او حماس تر زهرو ترخه ور لګیږي. طیب اردوان یی هم نه ده خوښ ځکه چې هغه عثماني خلافت را ژوندی کوي. او د طالب مشرانو یوځایی وژني ته هم شونډې څټي.

که (۳۲)کلن شهزاده ته ترکي ډوله خلافت ښه نه ور لګیږي ، څه بده خبره نه ده. هغه دي په سعودي کې خپل خلافت اعلان کړي چې ټوله اسلامي نړۍ یی له شا ودریږي. بد مرغي داده چې ولیعهد نه پخپله سم کارکوي. او نه یی د بل سم کار خوښیږي.

د سلمان زوی د اخوان المسلمین له امنه ډک او منځلاري اسلامي تنظیم وینو ته تږی او په ټوله عربي نړۍ کې یی دهشت ګرد اعلانول له دی پرته چې د امریکا، یورپ ،اسرائیلو او هندوستان د وړاندیز اعلانول و نومول سي، بل شی نه سوای نومول کیدای.

ځکه چې مسلمان نه دغه ډول وړاندیز لري او نه یی هم د اعلانولو بی ادبي او سپین سترګي کوي.

په بیت المقدس کې د(هالي ؤډ) پنامه د جائزې ور کولو یوې میلې ته یوې مشهورې اداکارې (نیټې فورمن) ته د جائزې ورکولو چې قیمت یی دوه ملیونه ډالره ؤ بلنه ور کړه سوه، خونوموړې اداکارې پر فلسطینیانو د اسرائیلو د غیري انساني ظلمونو په اعتراض کې دوه ملیوني جائزه و نه منله او بیت المقدس ته له ور تلو یی ډډه وکړه.

پاپ ګلوکارې (شکیرانې) څه موده مخکوویل چې: په اسرائیلو کې د خپل فن مظاهره ځکه نه کوي چې هغوی يه مظلومو فلسطینیانو ظلمونه کوي او ؤرونه پری ؤروي.

دا د یوې ګناهکارې ادا کارې او ګلو کارې رویه. او دا هم د مکې او مدینې خادم د سلمان زوی چې د اسرائیلو له صدر اعظم (بنیامن ناتن یاهو) سره په پټه په (عمان) کې لیده کاته کوي. د یوه اسرائیلي اخبار په حواله دا پټې خبرې د عمان په شاهي محل کې چې د ټرمپ زوم ( اجیرر ټکشنر) او د منځني ختیز لپاره د امریکا سفیر(جیسن ګرین بیلټ) هم شتون لاره تر سره سوې.

(۳۲) کلن شهزاده په فلسطین کې په دوه حکمتي وړاندیز هم نه دی قانع. او فلسطینیانو ته وایی: څه چې اسرائیل در کوي او
امریکا یی در ته غواړي ، هغه په پټه خوله اوپټو سترګو ومنئ .

ولیعهد په امریکا او یورپ کې د مدبر او مصلح په نوم ستایل کیږي.

د سلمان زوی د سلا پیرودلو په بدل کې په امریکا د (دری نیم لکه ملیون)ډالرو باران ؤ اوراؤ، خو (ټرمپ) په واشنګټن کې د (قومي سلامتي کونسل) په ناسته کې دارنګه وویل: عربي هیوادونه باید زموږ ټول عسکري لګښتونه په غاړه واخلي ، ځکه چې هغوی د امریکا له ملاتړي پرته حتی یوه اونۍ هم خپل تخت او تاج نه سوای ساتلای. که له دغې دربچې ور وکتل سي د مسلماني نړۍ ډیری واکداران که بادشاهان دي ، که جمهور ریسان او که عسکري واکداران ټول له خپل دین، فرهنګ ، تاریخ، امت او قوم سره په جفا او دوه رنګی کې دي. او ټول د امریکا، یورپ او نورې کفري نړۍ له آخوره په خپلو پروړو مړیږي.

تاسي و ګورئ اشرف غني په څومره سپین سترګي، وحشت او دهشت د امریکایی بادار د خوشالي لپاره د شپې او د روځې د هغه ولس کلي، کورونه او مسجدونه ور ګډوي. ښځې او نر تر خاورو لاندي کوي. چې بدبختانه دی هم یو له هغه ولسه دی.

پرویز مشرف د امریکا او یورپ له نظره دومره سپک ؤ ، چې کلنټن دامریکا دهغه مهال رئیس جمهورد پاکستان په یوه سفر کې نه غوښتل چې د اسلام آباد له هوایی ډګره بهر را ووزي لدی کبله چې د مشرف مخ و نه وینې ، خو د نهم او یولس دسمبر له پیښو وروسته د یوه تلیفوني حکم په پایله کې چې مشرف د پاکستان د واک ټولې کلیانې امریکا ته ور وسپارلې ، په همدغه یوه شپه کې د ټول غرب محبوب وګرزید. او بوش او توني بلیرلکه دسلماان زوی ته ده ته هم د مدبرنوم ور کړ.

د اسرائیلو د یو مهال صدر اعظم به ویل چې : زه هره شپه تر ویده کیدو له مخي مشرف ته دسلامتې دعاوې کوم.

ښکاره خبره ده چې اسرائیلي صدر اعظم کوم مسلمان ته د سلامتۍ دعاوي نه کوي. هغه خامخا د اسلام په پوښ کې د اسلام، اسلامي تاریخ ، اسلامي فرهنګ او مسلمان امت غلو، دښمنانو او له هغوی سره په غداري کې مسلمانو واکدارانو ته دعاوي کوي.

رزین

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د