افغانستان

کابل کې يو ديني عالم او حقوقپوه وژل شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۵ غویی، ۱۳۹۸ل): نامعلومو وسله والو نن له غرمې مخکې پلازمينې کابل کې يو ديني عالم او د مدافع وکيلانو د يوې ټولنې مرستيال وژلی دی.

راپورونه وايي چې نن سهار د پلازمينې کابل په کارته نو سيمه کې د شبير احمد کامه وال په نامه ديني عالم او حقوق پوه د نامعلومو کسانو له لوري وژل شوی دی.

کامه وال په کابل کې د مدافع وکيلانو د ټولنې مرستيال هم و.

د نوموړي د وژنې مسؤليت تر اوسه کومې ډلې په غاړه نه دی اخيستی او نه هم د کابل امنيتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه ويلي دي.

شبير احمد کامه وال چې تر دې وړاندې يې د افغانستان په بيلابیلو ښوونيزو ادارو کې هم د استاد او مدير په توګه دنده ترسه کړې ده او په حقوقو کې يې لوړې زده کړې کړې وې اوس مهال يې په کابل کې په حقوقي برخه کې کار کاوه.

په خواله رسنیو کې د هغه شاګردانو او خواخوږو د نوموړي وژنه غندلې او حکومت يې د ديني عالمانو د امنيت په خونديتوب کې پاتې بللی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې د افغانستان په بيلابيلو ولايتونو او په ځانګړې توګه په ننګرهار کې ديني عالمان په نښه کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Hidayat shinwaray

پر درباری ملایانو باندی د چرگانو مرض راغلی.
هره ورځ یو چرگ پکی خپل ځن له لاسه ورکوی.
شنونکی وایی چی چرگانو به بی وخته اذانونه یی کولو نو ځکه پری دا مرض لگیدلی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x