طالبان په کندوز ولایت کي تر بل هر ولایت په درنو وسلو زیات سمبال دي

له طالبانو سره د القاعده د غیر مقید بیعت احتمالي اضرار«لومړۍ برخه»

عبدالرحیم (ثاقب) لیکوال او سیاسي شنونکی

(لومړۍ برخه )

لیکوال او سياسي شنونکی عبدالرحیم (ثاقب)

د می په شلمه نیټه په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قومندان جنرال سکاټ میلر له رسنیو سره په خپلو څرګندونو کې وویل چې القاعده لا هم په افغانستان کې شتون لري او مونږ یې د شتون حرکات حس کړي.

نوموړی نور په دې اړه توضیحات ور نه کړل چې دوی القاعده چیرته او د هغوی څه ډول حرکات حس کړي دي؟

سکاټ میلر تر هغه وروسته دا څرګندونې کوی چې کله د می د میاشتې په یولسمه امریکايي وار لینګ ژورنال مجلې د القاعده مربوط السحاب له لوري د یوې خپرې شوې ویډیو په اړه رپوټ ورکړ.

په یاد رپوټ کې وار لینګ ژورنال مجلې لیکلې و چې السحاب سټوډیو یوه ویډیو خپره کړې چې په هغې کې پر دولتي ځواکونو باندې طالبان او القاعده په ګډه برید کوي او دا برید په حقیقت کې د طالبانو او القاعده د ایتلاف معنی ورکوي ..

یاده ویډیو د ۲۰۱۶کال د اپریل په (۶) د طالبانو الاماره ویب سایټ د بدري لښکر (۴) په عنوان نشر کړې او السحاب هغه په تحریفي شکل اوس تر لومړي نشر تقریبا څلور کاله ورسته بیا نشر کړې ده.

له اسلامي امارت سره د القاعده د بیعت ماجرا

د القاعده پخواني مشر اسامه بن لادن په کال ۱۹۹۸کې د طالبانو له پخواني مشر ملامحمد عمر مجاهد سره بالنیابه بیعت وکړ .
بالنیابه په دې معنی چې هغه خپله نه بلکې د خپل استازي په لاس یې ورسره بیعت وکړ .

د اسامه بن لادن سیاسي مشاور مصطفی حامد (ابوالولید المصري) د اسامه د بیعت استازی و چې د دغه بالنیابه بیعت په اړه دا سې وايي:

(( ما پر اسامه بن لادن ډیر ټینګار در لود چې هغه باید له ملامحمد عمر مجاهد سره بیعت وکړي، خو نوموړي زما د دې غوښتنې په مقابل کې د ځنډ لپاره پلمې لټولې:

لومړی یې ویل چې زه په دې اړه له یو شمیر علماوو سره مشوره کوم ، کله چې هغه د مشورې وخت پوره شو بیا زه ورغلم او د بیعت خبره مي ورته تکرار کړه خو ده وویل چې زه بیا خپله تاته خبر درکوم.

له څه وخت وروسته زه له کابل نه یواځې د همدې خبرې لپاره قندهار ته ورغلم او د بیعت په اړه مي د ده د وروستۍ پریکړې په اړه تري وپوښتل، نوموړي چې کله زما اصرار ولیده راته یې وویل چې بس سبا به د ملا محمد عمر مجاهد دفتر ته د بیعت کولو لپاره ورځو!

زه په دې خبرې ډیر خوښ شوم او سمدستي مي د امارت دفتر ته خبر ورکړ چې سبا اسامه بن لادن دبیعت کولو لپاره درځي …

سهار وختي زه د اسامه استوګنځي ته ورغلم چې له نوموړي سره یو ځای د امارت دفتر ته ولاړشم ، خو هلته چې مي وضعیت وکوت داسې نه معلومیده لکه شیخ چې د امارت دفتر ته د تللو اراده لري.

له لیږ انتظار وروسته مي ورته وویل:

ما چې د امارت دفتر ته ستاسي د ورتلو کوم وخت ښودلی پرهغه اوس یو ساعت اوښتی ، هغوی به انتظار وي، تاسو به کله ورځئ؟

شیخ په ځواب کې راته وویل چې زمونږ مشوره دا شوه چې تاسو ورشئ او زما په نیابت ورسره بیعت وکړئ!

ما د دې خبرې په اوریدو سخت ټکان وخوړ او ورته ومي ویل چې ما ته مو پرون ویلي و چې سبا به تاسي خپله ورځئ او اوس ؟!

بالآخره وروستۍ پریکړه همدا وشوه چې زه ورغلم له هغوی څخه مي لومړی د خپل ځنډ له کبله بښنه وغوښته او بیا مي ورته د شیخ لخوا راکړی پیغام ورساوه چې بالاخره زما په وسیله له امیر المؤمنین ملامحمد عمر مجاهد سره د شیخ بالنیابه بیعت تر سره شو.((

په شرعي لحاظ د بیعت تقاضا او مفهوم دا دی چې بیعت کوونکی فرد له خپل شرعي امیر سره د هغه په شرعي اطاعت او امر منلو تعهد کوي ، چې د اسامه بن لادن د استازي په وسیله د طالبانو له مشر سره په همدغه شرعي مفهوم د اسامه لخوا د ملامحمد عمر مجاهد د امر منلو ژمنه او تعهد وشو.

دغه بالنیابه بیعت د ۱۹۹۸ کال د نومبر د میاشتې په دوهمه نیټه وشو خو تر هغه وروسته د ۲۰۰۰ کال د اکتوبر په میاشت کې د القاعده تنظيم لخوا په یمن هیواد کې په امریکايي USS Cole بیړۍ برید وشو چې په ترڅ کې یې ۱۷ امریکايي سمندري پوځیان مړه او ۳۹ نور ژوبل شول .

د دې په تعقیب په تبلیغاتي لحاظ هم اسامه بن لادن د امریکايي مصالحو پر خلاف د امارت له اجازې پرته خپلې هڅې جاري وساتلې.

د ۲۰۰۰ کال د نومبر په ۲۱ یې په له الجزیره او MBC تلويزوني شبكوسره يې داسې ټلویزوني مرکې وکړې چې په ښکاره یې ورکې امریکا ګواښله او په منځني ختیځ کې یې د هغوی د اهدافو د په نښه کولو پیشرو ونه وهل.

تر څویې بالاخره یې د ۲۰۰۱کال د سپتمبر په ۱۱ د نیویارک او واشنګټن خونړی برید تر سره کړ چې د امارت د سقوط او د
افغانستان د اشغال لامل شو.

پر افغانستان تر امریکايي یرغل وروسته

د سپتمبر له خونړۍ پیښې او د امارت تر سقوط وروسته چې طالبانو د امریکایانو خلاف مقاومت پیل کړ د القاعده مشرتابه په دې وخت کې هم د امارت له پروګرام پرته خپل پوځي فعالیت ته دوام ورکړ.

په ابتداء کې که څه هم چې د امریکایانو خلاف مقاومت کې د امارت تشکیلات منظم نه او هرچا د خپلو امکاناتو مطابق د هغوی خلاف فعالیت کاوه ، خو وروسته چې په ۲۰۰۴ او ۲۰۰۵ کې امارتي تشکیلات منظم او منسجم شول هم القاعده له دغو
تشکیلاتو بهر خپل تشکیلات اعلان کړل .

القاعده په افغانستان کې د پوځي فعالیتونو د رهبري لپاره د خالد حبیب ، مصطفی ابوالیزید، او عبدالهادي عراقي په نوم خپل ځانګړي پوځي مسؤلین یو په بل پسي تعین کړل چې خالد حبیب او مصطفی ابوالیزید په شمالي وزیرستان کې د امریکايي برید په ترڅ کې ووژل شول او عبدالهادي عراقي له دغې ساحې بهر اسیر شو.

د اسامه بن لادن تر وژل کیدو وروسته

د ۲۰۱۱ کال د مي په لومړۍ نیټه په ایبټ اباد کې د امریکايانو لخوا د اسامه تر وژل کیدو وروسته د القاعده اوسني مشر ډاکټر ایمن الظواهري هم د القاعده د خپل منځي ترتیب او پلان له مخې تعین او د امارت هیڅ ډول نظر خواهی او مشوره ورکې نه ده اخیستل شوې.

د ۲۰۱۴ کال د سپتمبر په دوهمه نیټه کله چې القاعده تنظیم د هند په نیمه وچه کې خپله نويې څانګه پرانیستله او د عاصم عمر په نوم یې د هغې لپاره مستقل امیر او مستقل تشکیلات اعلان کړل هم د امارت اجازه ، مشوره او حتی عادي نظر یې هم نه ده ورکې اخیستی.

په ۲۰۱۵ کې د طالبانو د تأسیسي مشر ملامحمد عمر مجاهد تر وفات وروسته د القاعده مشر ډاکټر ایمن الظواهري د یوې اعلامې په خپرولو سره د طالبانو له نوي ټاکل شوي مشر ملا اخترمحمد منصور سره خپل بیعت اعلان کړ .

او په ۲۰۱۶ کال کې د هغه تر وژنې وروسته یې بیا د طالبانو له اوسني مشر شیخ هبة الله اخوند زاده سره هم خپل بیعت وکړ.
استقلالیت د القاعده تنطیمي طبیعت

پاتې لري …

avatar
5 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

روژه مو په خیر.
القاعده مشر اسامه غوښتل چه ملا عمر د بن لادن سره بیعت وکړی.او په خپله د طالیبانو مشری هم په غاړه واخلی.
نو ځکه یی په ډیره زړورتیا له افغانستان څخه په امریکایانو بریدونه وکړل.چه نتیجه اوس تاسو وینی.
او طالیبانو هم القاعده ته ناز ورکوه.او د یوی سپږی لپاره یی پوستین په وور واچوه.

غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

سلامونه.
داعش، القاعده، طالیبان ،اصلا سره یو شی دی.هیڅ کوم فرق یی منځ کی نشته.او هدف یی هم یو دی .
داعش،القاعده،طالیبان ،د توپک په خوله له خلکو سره خبره کوی.په سیاست نه پوهیږی.

اجمل
میلمه
اجمل

غمی صیب: تاسو سره کاملا موافق نه یم. داعش تر اوسه پوری جا کاملا ندی پیژندلی چی له کومی خوا تمویل کیږی. خو هدف یی اوس اوس د ایران او روس په مفابل کی جبهه ګیری ده. القایده خو د اهل حدیثو یوه ډله ده چی مشر یی اوس الظواهری دی او پخوانی مشر یی هم اوسامه وو. اوسامه هم یو وخت کی د سی آی یی د امریکا د استخباراتو غړی وه چی ورسته زمونږه د جهاد په وخت کی مشهوره شو کله چی یی د روسانو په مفابل کی جبه جوړه کړه. او طالبان خو ټوله دنیا پیژنی… نور لوستل »

مجاهد
میلمه
مجاهد

دا خبره سمه چه طالبانو د یوه اسامه د نه تسلیمولو د پاره اسلامی امارت او حکومتی قدرت له لاسه ورکړو مګر دا بی ننګی یی ونه شوه زغملی چه یو مسلمان او مجاهد ورور چه پرون یی د روسانو په ضد جهاد کی د افغان مجاهدینو سره هر اړخیزی او بی شمیره مرستی کولی او نن د بل استعمار زور ته سجده وکړی. د رشتونو معلوماتو له مخی اسامه د مشر ملا صاحب سره بیعت کړی وو، طالبانو سره که یی مالی مرستی کړی وی کیدی شی مګر دا چه افغانان نه وو د فساد په ضد جهاد کی… نور لوستل »

حامد منصور
میلمه
حامد منصور

د استاد ثاقب لیکنې د ډیر تقدیر وړ او ډیرې آموزنده دي.
له هیڅ ډول شخصي ملحوظ پرته پر عیني واقعیتونو بناء دي .
کاشکي ډیرې لیکنې وکړې ، زمونږ ځوان کهول دغه ډول معلوماتي لیکنو ته ډیر ضرورت لري.

همت خان
میلمه
همت خان

دا چې د مئ په شلمه سکات ميلر په افغانستان کې د القاعدې د شتون حرکاتو د حس خبره کړې، او تر هغې د مخه د مئ په يولسمه امريکايې مجلې د القاعدې د ويډيو په اړه رپوت خپور کړی، او د مئ په شپږويشتمه یعنې د ميلر تر خبرې شپږ ورځې وروسته سم دستي ثاقب صاحب غوندې ثقه، منلی، پرمعلوماته، او د زرين قلم خاوند دومره ژر او حساس معلومات په دومره تفصیل سره او په دغسې مشهوره، معتبره، او امارت ته نږدې ويب پاڼه کې نشر ته سپاري. څه ووايم! که دغه ستراتيژي د دښمن سره د روانو… نور لوستل »