«ارګ کې فحشا» د ټولنیزو رسنیو تر ټولو توده موضوع

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۵غبرګولی،  ۱۳۹۸ل): له څو ورځو راهیسې په ارګ کې د فحشا د ترویج او خپرولو خبر د ټولنیزو رسنیو تر ټولو ګرمه موضوع ده چې سلګونو افغانانو یې په تړاو خپل نظرونه شریک کړي.

دغه غبرګونونه وروسته له هغه راپارېږي چې څو ورځې وړاندې د حکومت مشر ستر امنیتي سلاکار «حبیب الله احمدزي» ارګ تورن کړ چې دننه فعالې حلقې یې د فحشا د ترویج لپاره کارکوي او په سیسټماټیک ډول فحاشي خپروي.

نوموړي همدا راز ارګ تورن کړ چې ښځینه چارواکې پکې د جنسي اړیکو په اساس ګمارل کېږي، احمدزي وویل « موږ له کابل څخه داسې وکیلانې لرو چې په ۴۰۰ او ۵۰۰ رایو یې کامیابې کړې، دا نو بل څه کېدای شي خو همدا جنسي اړیکې وي».

احمدزي ددې ډول فعالو حقلو له ډلې د فضلي ګروپ په نامه د ولسمشر د سلاکار «فضل فضلي» نوم یاد کړ او د هغه ټولی یې د نورو په پرتله په دې برخه کې زیات فعال وباله.

نوموړي، له هلمند او کابل څخه د دوو بریالیو وکیلانو نومونه هم واخستل چې په وینا یې، د همدې کار په بدل کې یې د فاضل فضلي په رسوخ پارلمان ته لار ومونده.

د احمدزي تر دې څرګندونو وروسته په ټولنیزو رسنیو ګڼ غبرګونونه راوپارېدل او په کورنیو رسنیو سربېره د بهرنیو رسنیو سرټکي هم د یادې موضوع په اړه تبصرو ونیول.

د سیاسي او امنیتي چارو شنونکې او په ارګ کې د کورنیو چارو وزارت د مرستیال پخوانۍ سلاکارې «مریم وردګ» د احمدزي دا خبرې تائید کړې خو اندېښنه یې وښوده چې دا ډول څرګندونې به خلګ د طالبانو ملاتړ ته څوک چې په داسې موضوعاتو کې ډېر حساس دي وهڅوي.

ارګ ددې څرګندونو په تړاو خپل نظر نن څرګند کړ او ادعا یې وکړه چې دا قضیه به څېړي، د ولسمشر ویاند «هارون چخانسوري» وویل « دا ادعاوې د شخصي او سیاسي بغض په اساس شوې او موږ به یې تر پایه تعقیب کړو».

په ارګ باندې د «جنسي اړیکو په بدل کې د دندې ورکولو» تورونه داسې مهال لګول کېږي چې په دې وروستیو د نظامي برخو په شمول ګڼ شمېر مهم پوسټونه کم عمره نجونو ته سپارل شوي چې د خلګو له سخت غبرګون سره مخ شوې.

په ارګ کې د فحشا د ترویج تورونو ته د ټولنیزو رسنیو دکاروونکو غبرګونونه بېلابېل وو، ځینو ته یې دلته تم کېږو:

امید خرم لیکي «چخانسوري او امثال يې چې څومره ګنډل وکړئ ولس تر دې زيات نه شي اغوا کولای دا يو تريخ حقيقت ده يواځې ارګ کې نه بلکې اکثريت حکومتي ادارو کې فحشا اوج ته رسېدلې ډير دفترونه به داسې ووينې چې بې ضرورته افغان پېغلې ګمارل کيږي قصدا مختلط سيستم رامنځ ته کيږي ترڅو ځوانان په نامشروع اړيکو روږدي کړي».

زلمی پښتون لیکي «مونږ وايو چې دشاروالي شل کلنه معاونه دملي دفاع وزارت معينه ټاکل کېږي همدا بد بوي ترې راځي. کنه نو دکوم معيار پر بنسټ مو دا ټاکنه ترسره کړې ده».

فیض ځلاند لیکلي «د افغان ولس یوه لور، یوه خور نن په نړیوالو رسنیو کې دا اقرار کوي چې ارګ د یوې میرمنې د عفت لوټلو، د جسم فروشۍ پر بنیاد ګمارنې کوي. اوس پوشتنه را ولاړیږي؟ چې دا د دفاع، کورنیو، د وزارتونو، د سفارتونو ګمارنې په همدې معیار شوي؟ ایا د مپکر د ټامیانو لوچکه ډله د همدې دندو د ترسره کولو د پاره د غرب له بیچونو ( سمندري کنارو) ارګ ته راوستل شوي؟».

avatar
10 د تبصرو شمېر
2 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Hidayat shinwaray
میلمه
Hidayat shinwaray

دا دی لا بله ملا گوله.
داسی شکاری چی د کابل د فحاشی اداری اساس پر لنډغرانو باندی ایښودل شوی وی.

طیب
میلمه
طیب

مہ ښوروہ چی دا د سیکولری سری یی خلاص سی

جميل
میلمه
جميل

عجيبه ده چی خلګو ته په ارګ کی فحشاء عجيبه ښکاری ، که د دی فاحشو منافقينو فاحش رئيس او فاحشی ماينی ته وکتل شی او د دی منافقينو فاحش رئيس څخه وپوښتل شی چی ستا ماينه مخکی لدی چی بيله نکاح ستا ماينه شی له څو کسو سره يی خلوت او فحشاء کړيوه لا ځوابه به پاته شی او که د ماينی څخه يی وپوښتل شی په حساب به يی ونه رسيږی چی څو کسه وه ، زمونږ په دين کی مجرد او يا متاهل که يو د بل سره خلوت او دخول وکړی هغه ته زانی(زناکاره) وايی ،… نور لوستل »

جميل
میلمه
جميل

يوه ټوکه کيسه را پياد شوه چی د مرتد تره کی په لمړيو کی می وريدلی وه .
وايی : بريژنف د کارتر ميلمه و و يو ابتدائيه مکتب ته يی بوتی ويل زمونږ په هيواد کی ډيموکراسی دومره وده کړی چی په دا ټولو نجونو کی يوه هم نده باکره ، بل واری کارتر د بريژنف ميلمه و په صبا يی کارتر يو وړکتون بوتلی او همدا د ډيوکراسی د ښی ودی پيغوريی کارتر ته وکړ .

غوربندي
میلمه
غوربندي

د اشرف غني خياطان د همدغو زناوو پيداوار دي.

تف لانت په هغه مردارخور چې مفسد غني ته يې په فيسبوکي وينا کې د عثمان غني رضی الله عنه د مقاومت او شهادت کيسه او په ارګ کې د ټينګ پاته کېدو توصيه کوله .

د ملنګانو ازار پسې دی،،، سپېڅلو طالبانو کرامو ته يې د هرامنډيي بې شرمانه او بې ربطه پېغورونه ورکول،،، که خدای کول دا ټولې غولخورئ يې له خپلې غاړې دي.

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

زموږ اکثره ګرانی افغانی خویندی حتی هغوی چی په حکومتی دستګاوو کی استخدام دی د فحشاء څخه بېزاره او مبراء دی او د احمد زی صاحب بیان ( چی معلومه نه ده په کومه انګیزه او نیت تر سره سوی دی، البته د تکذیب ادعا ئی هم چا نه ده کړی) به اصلاً د ټولو پاک لمنو ښځو د شخصیت د ځپلو په معنی نه وی.بد لمنی ښځی او بد پایڅی نران د تاریخ په ټول بهیر او په هره ټولنه او هره دستګاه کی شتون لری او شتون ئې درلود بناً په ارګ کی رامنځته سوی افتضاح به هیڅکله… نور لوستل »

اجمل
میلمه
اجمل

یار پداسی خبرو نباید دا پاڼه قرغیړنه شی. خوسی خبری دی پدی پانه کی یی د خپریدو وړ نده. اشرف غنی خو هسی هم د غولو ندی نو فحشا په ارګ کی څه معنی. هغوی چی وغواړی دوبدی او شارجی ته ځی او څه یی چی زړه وغواړی هغه کوی. دا د سرک د سر خبری نباید پدی پاڼه خپری شی.

Karwan
میلمه
Karwan

اجمل خانه، زه فکر کوم چه ته له افغاني کلتور نه ډير لري پاته ئي. ته ځنګه دغه مهمه موضوع هسي خوشي خبري بولي. دافغانستان له دين او کلتور نه ځان خبر کړه، کنه خلک به ديوه## ګومان درباندي وکړي. کاروان

احمد
میلمه
احمد

دا ده لوړا غني د دموکراسي له برکته دي

اجمل
میلمه
اجمل

وایی بکه دا دی لا بله سپکه. دا جناب چی به ارګ له همدغو فاحشو سره کار کاوو ولی یی ځان غلی نیولی وو چی اوس وایی په ارګ دا خبری دی. هر هغه جا چی خپله چوکی له لاسه ورکړه لکه ضیا مسعود بیا نو هسی خوسی بګواسو پسی ګرځی. خو شک هم پکی نشته.

سیدزرغون شاه آغا
میلمه
سیدزرغون شاه آغا

د۱۸کلودلاس راوڼونو یوه بله نمونه.

masoom afghan
میلمه
masoom afghan

یوه کیسه مې اوریدلې وه
پخوانیو به ویل: باغ کې چې د یوې ونې ښاخ خراب سي
فقط یې ښاخ پرې نه سي بلکې ټوله ونه له بیخه ویستل سی که ونه وونه ایستل سي ټول باغ به ترې خراب سي