جرمني د طالبانو او حکومت تر منځ د مذاکراتو د پیل لپاره هڅې کوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۵غبرګولی،  ۱۳۹۸ل): رویټرز خبري اژانس په خپل وروستي راپور کې د جرمني چارواکو له قوله ادعا کړې چې یاد هیواد د طالبانو او ګډ حکومت تر منځ د مذاکراتو د پیلولو په موخه هلې ځلې کوي.

د راپور په اساس، د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړي «مارکس پوټزیل» په همدې تمه څو ځلې دوحې او کابل ته سفرونه کړي او د طالبانو له استازو او د ګډ حکومت له چارواکو سره په دې اړه غږېدلی.

د راپور له مخې، پوتزیل کابل ته په خپل وروستي سفر کې د افغان چارواکو یوې غونډې ته وویل « د افغانستان د سولې په برخه کې برابر شوی فرصت باید له لاسه ورنکړل شي او د جرمني په شمول د افغانستان ټول ملګري هیوادونه باید په دې برخه کې خپلې هڅې ونه سپموي».

د پوتزیل په خبره، د افغان حکومت او طالبانو تر منځ مذاکرات اړین دي ځکه یوازېني هغه دوه اړخونه چې د افغانستان د راتلونکې په تړاو پریکړه کولای شي همدوی دي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند «سهیل شاهین» رويټرز ته ویلي « جرمني، اندونیزیا او اروپايي اتحادیې د افغان سولې په برخه کې د همکارۍ وړاندیز کړی  او له دې سره، سره د جرمني له لوري په یاد هیواد کې د افغانانو او طالبانو تر منځ د مذاکراتي کنفرانس د جوړېدلو پشنهاد شوی خو تر دې دمه په دې اړه کومه پریکړه نه ده شوې».

جرمني داسې مهال په افغانستان کې د طالبانو او ګډ حکومت تر منځ د مذاکراتو د پیلولو لپاره هڅې کوي چې، تر دې دمه طالبانو د ګډ حکومت سره هر ډول خبرې رد کړې او حکومت یې د غرب ګوډاګی بللی.

د طالبانو په خبره دوی له امریکا سره د بهرنیو عسکرو د وتلو په تړاو تر پریکړې وروسته چمتو دي له خپلو افغانانو سره په ځيني ستونزو وغږېږي خو، حکومت د یوه نظام په توګه ورته د منلو وړ نه دی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
6 د تبصرو شمېر
7 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

اوسنی جرمنی غلام چارواکی ډیر نامرده او نمکحرام خلک دی، مونږ د روسانو او امریکایانو تر منځ ویشل شوی او شړیدلی جرمنی سره وګنډلو او د برلین دیوال مو وغورځولو، مګر جرمنیانو د امریکایانو او نورو اروبایانو سره په ګډه زمونږ هیواد اشغال، خپلواکی غصب او فاسده غلامه اداره یی په مونږ وتپله او ۱۸ کاله یی ووژلو او زمونږ ټولنیز چوړشت یی د تل د پاړه ویجاړ کړو او اوس هم چه امریکا ماته خوړلی، امریکا د طالبانو د خطا ایستلو او حتی بیا اخيستلو د پاره د ګوډ شیطان ( خلیلزاد ) په واسطه څو میاشتی هلی ځلی… نور لوستل »

pattang
میلمه
pattang

بیانزی صیب ژوندی اوسې ، اروپایان مطلب اشنا خلک دي هغوی هیڅ دوستي نلري ، دوست یې هغه څوک دی چې سیاسي او اقتصادي ګټې پکشې ویني ،یانې داسې خواص لري لکه درنډۍ . له بلې خوا اسلامي ملکونو او افغانستان ته ګوره چې څه کارونه پکښې روان دي او دا ډول خو دوی اسلامي ندي بلکې د قدرت لپاره د امریکې غلا مي کوي ! زمونږ سترګې طالبانو وروڼو ته دي خدای پاک د وکړي چې هغوی زمونږ ملک له دې بلا څخه وژغوري !

غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

په بحث کې ګډون وکړه…جوړ تازه،
که هر څه دی،خو بیا یی هم تاته پناه درکړه.تا پناه وروړه او دوی هم ته په غیږ کی ونیوی او پناه یی درکړه.ناشکری مه کوه.ستا د سر ساتلو لپاره دجال ته پناه یوړه.

اجمل
میلمه
اجمل

بیانزی صیب: یو خو تبصره لیکه نه مقاله، دوهمه خبره: طالبانو له روسانو سره خبری وکړی، له کرزی، قانونی، کمونیت علومی، د شمالی ټلوالی مهمو غړو سره په یو میز کیناستل، څه کیږی کچیری په ریښتیا سوله غواړی او استقلالیت لری د غنی کافر سره د الله په خاطر، د خلکو او ولس په خاطر هم خبری وکړی. حکومت هم فکر وکړه چی د همدغو کافرو یو برخه ده او ټول پوهیږی تر څو چی حکومت سره خبری ونشی نا ممکنه ده چی د سولی خواته مثبت قدم واخیستل شی. مننه

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

اجمل صاحب ! زه دا منم چه د کرزی غلامی تر غنی څو ځلی زیاته ده، مګر توپیر یی د غنی سره اوس وخت کی دا دی چه حکومتی مسولیت نه لری ، د غلامی اداری سره د طالبانو خبری کول د هغوی ځانوژنه او غلامی اداری او اشغال ته مشروعیت ورکول دی . ستاسی دا خبره چه که طالبان استقلال لری، ستاسی اسلامی دریز او دغه ډول شکونه سره سمون نه لری هغوی د خپلواکی د پاره په سر او مال قربانی ورکوی

pattang
میلمه
pattang

طالبان به له یوو مذدور اجنټ اوبیکاره دولت سره هیڅ خبرې ونکړي ! اوس خو یې یو بل کار هم برمنډ شه چې هغه له ښځو سره زنا کول او مقر رول دي ! طالبان خپلې پاکې جامې نه چټلوي ! دجرمني دولت لیبراله دیموکراسي غواړي چې په اسلامي اخلاقو کې هیڅ وجود نلري او نه دافغان دکلچر برخه کیدای شي ۱ له فاسد دولت سره خبري ددولت په رسمیت پيژندل او تسلیمیدل د ي او بل څه نه ! په مردار ډنډ به خپلې پاکې جامې نه چټله وو !! مننه

اجمل
میلمه
اجمل

راځی چی مونږه هم دغو هڅو سره یو ځای شو نور خو په والله انرژی ختمه ده باور وکړی چی څه ووایم.

خادم منګل
میلمه
خادم منګل

دا بابولالی ورته د خلیلزاد او امریکی له خوا ورکړل شویدی. د امریکی باد وتلی دی اوس پدی ډول اوتو بوتو نه کنټرولیږی. عوا حلاله نه حناک په سر؛ اشعال ختم شوی ندی جرمنی د سولی د سبوتاژ ډوول ګړنجوی.

Hidayat shinwaray
میلمه
Hidayat shinwaray

د بیان زی صیب د تبصری څخه ډیره مننه چی مونژ ته واقعتونه یی بیان کڕی. خو زه بیا دا وایم چی پرته د احساساتو نه او پر عقلانی توگه و نڕیوال سیاست ته یو شیبه نظر واچو او وگورو چی ایا اوصول په نڔیوال سیاست کی معیار ټاکل شوی او که د هر چا د ملک خپلی ملی گټی. زما په اند په ننه یی دنیا کی معمله معیار ده او نه اوصول. پرونی دشمن به مو دوست شی او برعکس ننی دوست به مو د سبا دشمن شی. په سیاسی لوبه کی دایمی دوستی او دشمنی نه شته… نور لوستل »

اجمل
میلمه
اجمل

همدا وجه ده چی ځینی ملګری وایی چی طالبان په سیاست نه پوهیږی. روسانو، کرزی، قانونی، علومی او نور کافرو سره مو خبری وکړی ورسره کیناستی څه کیږی چی د خلکو او ولس په خاطر دغه غنی کافر سره هم خبری وکړی کچیری په ریښتیا سوله غواړی او واقعآ استقلالیت لری.

مجاهد
میلمه
مجاهد

اجمل صاحب ، ستاسی ایدی خو به ورکه شوی نه وی، ستاسی دا تبصره ستاسی د همیشه دریز سره لږ توپیر لری

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

شینواری صاحب ، ستاسی له تشویق څخه نړی نړی مننه، زه هم ستای تبصری لولم په حقایقو او شو معلوماتو تکیه لری. ستاسی د معیارونو او اصولو د اصلیتو سره توافق لرم، مګر سیاسی لوبه کی دوستی او دشمنی نشته سره توافق نظر نه لرم او هغه دا چه: سیاست عربی لغت دی د ناګویه اسونو مهارولو ته وایی او عامیانه اصطلاح کی د یوی ټولنی مثبت بدلونو راوستلو او ساتلو ته سیاست وایی لوی بحث دی لنډا دا چه د اسلام لمړی یو نوم سوله او بل نوم یی سیاست دی ، حضرت محمد ص د توحید له عملی… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

پتنګ صاحب او اجمل صاحب مننه کوم چه زمونږ د تبصری محتویات مو تایید کړی . پتنګ صاحب ستاسی دا خبره چه اروپایان مطلب اشنا خلک دی ، ټول استعماری قدرتونه ورته خبیثه خصلتونه لری چه د ګټو او تاوان معیار یی په استعماری اهدافو پوری تړلی ډی. کفر حق پټولو ته وایی . د اسلام دایری ته هله ورګډیږی چه د کلیمی طیبی اقرار بلسان او تصدیق بلقلب وکړی او د اسلام له دایری څخه وتل هم په دغو دوه اصلیتو تکیه لری هر هغه څوک یا هر هغه هیواد چه د اسلام دعوی لری مګر له دغو خصلتو… نور لوستل »