
په ارګ کې څه روان دي
ډاکټر یوسف اکبری
د غني د فاسدې ادارې چارواکې چې تر څو د قدرت په ګدۍ ناست او په فساد کې ډوب وي نو د حقیقت خوله یې ګنډلې وي ځکه چې بیا یې شخصي ګټې په خطر کې پرېوځي، او چې کله هم د واک له ګدۍ کوز شي یا کوز کړای شي نو د حقیقت خوله پرانېزي او هغه ټول پټ رازونه افشا کړي چې تر ډېرې مودې یې د مجبوریت له کبله په سینه کې پټ ساتلي وي.
د داسې خلکو له جملې نه په خاص امنیتي چارو کې د ولسمشر محمد اشرف غني احمدزي ارشد مشاور جنرال حبیب احمدزی دې تېره ورځ یې له خورشید تلویزیون سره له مهمو حقایقو پرده پورته کړه:
جنرال احمدزی تر نن ورځې پورې نه په کوم تلویزیون کې مرکه وکړه او نه یې چا غږ اوریدلی و او نه چا ته څیره اشنا وه، خو تیره ورځ ناببره له خورشید تلویزیون هغه نا وییلې بربرنډې کړې چې د سړي غونی ورته زیږېږي، کاشکې ټول په واک کې پراته او د قدرت په نیشو نیشه نور افغانان په هوش کې راشي او په حکومت کې د بوږنوونکو کرغېړنو اعمالو په اړه ملت ته اطلاع ورکړي او خپل دُنیوي او اُخروي مسؤلیت ادا کړي.
احمدزي چې په ارګ کې دننه د اشرف غني کور یې ډیوټي سټیشن د ارګ له مختلفو ناخوالو او له شرمه ډکو کړنو نه پرده پورته کړې. هغه وایې چې لومړی هغه څه چې دی یې مجبور کړ چې له خپلې دندې مستعفي شي هغه په ارګ کې د میرمنو د عزت د لیلام قضیه ده چې په هیڅ صورت هیڅ باضمیره افغان ته د منلو نده خو ارګ نشینان یې دا عزتونه داسې لوټ کوي لکه د خپلې مور شیدې.
احمدزی وایې په ارګ کې فحشا په سیستماتیکه توګه ترویج کېږي چې د ترویجولو ستر مسؤل او فعال شخص یې فضلي دی او د اشرف غني په شمول ټول ارګ پرې له الف نه تر یا خبر دي خو د ټولو د تایید وړ دي او وایی چې دا د دموکراسۍ یو اصل دی، او زه چې د دې کرکجن عمل مخالف وم نو پر ما یې تورونه پورې کړل چې ګوندې دی د ښځو مخالف دی، حال دا چې زه د ښځو د عزت د پیر او پلور مخالف وم، ځکه زه پخپله له یوې ښځې پیدا یم، ښځه خور لرم، میرمن لرم لوڼې لرم او داسې نور.
احمدزی د فضلي په اړه وایې چې ولسي جرګې ته ښځینه نوماندانې به یې خپل دفتر ته راوغوښتې، او له هغوی سره به یې سکس کاوه او له دې وروسته به یې شل زره ډالر ورکول چې اوس کولای شي د ځان لپاره کمپاین وکړي او دا پیسې پکې مصرف کړي.
احمدزي د بیلګې په توګه وویل چې له هلمند څخه یوه وکیله (شګوفه نورزۍ) چې تر نن پورې یې هلمند کې دوه ورځې نه دي
تېرې کړې له هلمند څخه پار لمان ته د فضلي په واسطه له همدې طریقه کامیابه شوه.
له فضلي سره بل کس چې په دې بزنس کې شریک دی هغه رحیمي دی او ترڅو به چې فضلي او رحیمي دواړو ونه غوښتل
هیچا نشوای کولای پارلمان ته لار پیدا کړي.
احمدزی زیاتوي چې د ټاکنو کمیسیون د دار الانشاء مشر زمانزي څو څو ځلې را ته وویل چې خپله ستونزه له فضلي سره حل کړه، ځکه فضلي نه غواړي چې ته کامیاب شې.
د هرات وکیله او د طلوع نیوز پخوانۍ خبریاله مریم سما یې د نکاح شوې مېرمنې په توګه استعمالوله او د فضلي په زور تر پارلمانه ورسېده.
اصلا ولسمشر د سلام رحیمي، فضلي او محب له لوري محاصره شوی، غلط معلومات ورکوي او ورته وایي چې ته به یو ځل بیا کامیابېږي خو هیڅکله به کامیاب نشي، ولسمشر له شپږو کسانو چې یو شکل مافیایۍ کړۍ دي، ددوی پرته له هیچا سره په آسانۍ نه ګوري او نه یې مشوره اوري، آن خپلو مشاروینو سره هم نه ويني، د دفتر رئیس یې په میاشتو میاشتو هم دفتر ته نه حاضریږي.
د درواغجنو تبلیغاتو لپاره یې فیسبوکي خیاطان ګمارلي او دوی ته یې د ملت په بودیجه کې په سلګونو دفاتر نیولي او هر فیسبوکي خیاط ته میاشتنی معاش ورکوي چې د اشرف غني له سور کفر نه اسلام جوړوي او د نورو له اسلام نه سور کفر.
احمدزی وایي ولسمشر ټول عمر په چیغو د خلکو سترګو ته خاورې ور شیندلي او څلور کاله کېږي چې تکراري ژمنې او خبرې کوي خو په عمل کې یې هیڅ هم ندي کړي او نه یې کولای شي.
ښاغلي احمدزي پر پورته مهمو رازونو برسیره په خپلو خبرو کې له ډېرو نورو حقایقو هم پرده پورته کړې چې مهم یې همدا دي.
هغه په پای کې وویل چې له اشرف غني سره یې په کمپاینونو کې او هم د ولسمشرۍ په تیرو دری نیمو کلونو کې تر ټولو خطیر ماموریت ترسره کړی چې پرې پښیمانه دې او په راتلونکی کې دا ډول ماموریت ګناه بولې.
روژه مو په خیر.
که چیری د جنرال صاحب ادعاګانی رښتیا وی،نو باید یو ثبوت لکه مخفی فدیو او ثبت شوی غږ له ولس سره شریک کړی.
کنه تجربو ښودلی ده،چه هر شړلی شوی مامور ورسته له خپل شړل کیدلو څخه تورونه.درواغ بادوی.
کله چه چه جنرال صاحب په قدرت کی وه ولی یی غږ نه اوچتو؟فکر کوم دا هسی چټیات دی،