فنانشیل ټایمز: سعودي د افغان سولې په تړاو له پاکستان سره څه باندي 9 میلیارد ډالره مرسته کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۶غویی، ۱۳۹۸ل): د بریطانیې مشهوري ورځپاڼي فینانشیل ټایمز پخپله پرونۍ ګڼه کې لیکلي چې د امریکا او ایران ترمنځ د مخ پر زیاتیدونکي ترینګلتیا په ترڅ کې سعودي عربستان هم هڅي ګړندۍ کړي ترڅو په سیمه کې د ځان متحدین زیات کړي.

ورځپاڼه زیاتوي چې سعودي عربستان له پاکستان سره ژمنه کړې چې د سخت اقتصادي کړکیچ څخه د را ایستلو په موخه به د دریو کالو په موده کې 9.6 میلیارد ډالره مرسته ورکوي، چې هره میاشت کې به 275 میلیون ډالر ورته سپاري.

ورځپاڼه زیاتوي چې پاکستان نن سبا له سخت اقتصادي کرکیچ سره مخ دی او د متحده عربي اماراتو هغي مرستي ته هم سترګي په لاره دی چې د روان میلادي کال په لومړيو کې یې د دریو میلیاردو ډالرو ژمنه ورسره کړې وه، او لومړی قسط یو ملیارد ډالر به یې راتلونکي جون میاشت کې ترلاسه کړي.

فنانشیل ټایمز، لیکي، که څه هم شنونکي د دغي مرستي موخه دا په ګوته کوي چې سعودي عربستان غواړي که چیري له ایران سره د امریکا کړکیچ نور هم زیاتیږي او جګړه رامنځ ته کیږي، نو پاکستان غوندي اټومي ځواک به په سیمه کې د سعودي عربستان او اماراتو متحد پاتي شي. د ورځپاڼې په وینا، سره له دې چې پاکستان ویلي چې د امریکا او ایران ترمنځ شخړه کې به ناپیلی پاتيږي.

مګر فنانشیل ټایمز کاږي، چې د دوی موندني ښيي چې دا مرستي اصلاً د امریکا په اشاره ترسره کیږي او موخه یې دا ده چې پاکستان د افغان سولې په برخه کې جدي رول لوبولو ته اړباسي. ترڅو پاکستان، طالبان دې ته هواداره کړي چې له امریکا سره یوې تلپاتي هوکړې ته ورسیږي.

باید وویل شي چې پر طالبانو د پاکستان د اغیز په اړه له لومړي سره تأثر موجود دی خو په عمل کې داسي بریښي چې پاکستان پر طالبانو اغیز نلري، او دا خبره په دې وروستیو وختونو کې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ مذاکراتي لړۍ پیل شوې؛ لا ډېره جوته شوې. او د پاکستان په ګډون د سیمي یو شمېر نورو هیوادونو هم په وار وار د دې سپیناوی کړی چې له طالبانو سره یې تر یو حده سیاسي اړیکي شته خو اغیز نه ورباندي لري.

 

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
سمون اعظم خېل
میلمه
سمون اعظم خېل

بد کوي

اجمل
میلمه
اجمل

وګوری چی زمونږ د سولی او پر مونږه څومره تجارت روان دی. راځی چی له بعضو مسایلو تیر شو له هر جا سره د سولی په خاطر خبری وکړو او د خوار او غریب وطن ته سوله راولوو. په الله قسم کچیری یو قوی حکومت ولرو زمونږه طبیعی زیرمی زمونږه وطن له شارجی او قطر څخه هم ښکلی کوی. د دنیا ماړه خلک به یوو اسلام ځان سره دی او څوک یی مونږ څخه نشی اخیستی تر هغو چی خپله یی ور نکړو.

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

د امریکا سوله د طالب مجاهدینو محوه کولو ته وایی، په اسلامی هیوادو کی دسولی ( یعنی د دشمن لیری کول ) د سعودی باچاهانو په واسطه ترسره کوی لکه مرسی چه یی په اته بیلونه ډالرو سعودی د امریکا او اسراییلو د پاره لیری کړو او اخوانیان یی د تل او یا ډیر وخت د پاره وخپل ، سعودی پاکستان ته د دوه عمده اهدافو د پاره نهه نیم بیلونه ډالر ورکوی چه له یوی خوا پاکستان د سعودی د پاره اتومی بم جوړ کړی او هم د امریکایانو د خوشالولو د پاره پاکستان مجبور کړی چه طالبان دننه… نور لوستل »