«نړیوال جام کې به هره لوبډله د افغانستان څخه په ویره کې وي»

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۶ غبرګولی، ۱۳۹۸ل): وروسته له هغې چې د افغانستان کرېکټ لوبډلې په لومړۍ تمریناتي سیالۍ کې پاکستان ته ماتې ورکړه، نړیوال مبصرین په یوه خوله دي چې افغان لوبډله د نړیوال جام لپاره «تور اسونه» ثابتیدلای شي.

د هندوستان مشهور مبصر هارشا بوګلی (Harsha Bhogle) وایي چې په راتلونکي ۲۰۱۹م نړیوال جام کې افغانستان یوازینۍ داسې پټه وړتیا لرونکې لوبډله ده چې هره بله لوبډله ترې ویره لري.

هارشا بوګلی د یوې هندي سپورتي رسنۍ (cricbuzz) لخوا په یوه خپره شوې ويډیو کې ویلي دي چې په تېرو لسو کلونو کې افغان لوبډله کومې لاسته راوړنې لري حیرانونکي دي او د کرېکټ په تاریخ کې لومړۍ لوبډله ده چې په کم وخت ستر ځای ته ورسیده.

نوموړی زیاتوي چې اوسمهال افغان لوبډله له هر بل وخت خطرناکه بریښي، په تېر کال اسیايي جام کې بنګلدیش او سرېلنکا ته له ماتې وروسته پاکستان سره سخته سیالۍ، د هندوستان سره سیالۍ مساوي کول او د غوراوي سیالیو اتلولي خپلول هر څه په ډاګه کوي.

هرشا بوګلی د افغان لوبډلې په هکله وایي چې غوره او خطرناک اوپنر لوبغاړي لري، محمد شهزاد په خپله کولای شي ډيرې او چټکې منډې جوړې کړي خو د حضرت الله ځاځي په راتلو سره کوم چې د ایرلینډ پر وړاندې په شل اوریزو سیالیو کې ۱۶۲ منډې جوړې کړې وې- د یادې لوبډلې اوپنر ځای نور هم غوره شوی دی.

همدا ډول رحمت شاه چې له ۲۰۱۵م کال راهیسې د افغان لوبډلې تر ټولو غوره او مهم لوبغاړی دی، په ټاپ آرډر کې د افغان لوبډلې ستنه ده، ورپسې اصغر افغان، حشمت شهیدي چې ویکټه ساتلی شي او په شپږم نمبر محمد نبي- کولای شي د توپوهنې څخه برخمنه لوبډله جوړه کړي.

نوموړي د خبرو پرمهال د افغان لوبډلې چټکو توپ اچونکو په هکله اندېښنه ښودلې خو زیاته یې کړه چې په نړیواله کچه منونکي او وړتیا لرونکي سوکه توپ اچونکي به ددوی تشه هم ډکه کړلای شي، په لومړي سر کې مجیب الرحمن او محمد نبي او په وروستیو اورونو کې راشد خان- مخالف لوبډله نه پریږدې زیاتې منډې جوړې کړي.

هارشا بوګلی د افغان لوبډلې په اړه وویل که چیرې په نړیوال جام کې اتم نمبر خپل کړي ددوی لپاره ستره لاسته راوړنه ده، خو که چیرې یې اووم یا شپږم مقام خپل کړ دا به یې نړیوالو لوبډلو ته د حیرانتیا وړ خبره وي.

نن د دوشنبې په ورځ افغان لوبډله د انګلستان لوبډلې پر وړاندې په دویمه تمریناتي سیالۍ کې مخامخ کیږي، په انګلستان لوبډله کې د بېلا بېلو لوبغاړو ټپي کېدل د افغان لوبډلې د ګټې چانسونه زیات کړي دي.

د ټیلیګراف ورځپاڼې تېره ورځ د افغان او انګلستان لوبډلو په هکله راپور خپور کړی او زیاته کړې یې ده چې انګلستان لوبډله دې د افغان لوبډلې خطرناکې حملې څخه په ویره کې وي، دوی د نوې وړتیا سره نړیوال جام ته رسیدلي دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ابونظام خوستی
میلمه
ابونظام خوستی

د لا بریا په هیله