افغانستان

کابل: د حج اوقافو وزارت په موټر چاودنه شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۶غویی، ۱۳۹۸ل): څو شيبې وړاندې د کابل ښار د دوهمې ناحيې اړوند په بره کي سيمه کې د حج او اوقافو وزارت په موټر د ماين چاودنه شوې ده.

د کورنيو چاور وزارت وياند نصرت رحيمي وايي چې چاودنه د حج اوقافو وزارت په کاسټر موټر د يو مقناطيسي ماين په واسطه شوې ده.

نوموړي ويلي دي چې په دې چاودنه کې لس تنه ټپيان شوي دي.

هغه زياته کړې ده چې پوليس د پيښې ځای ته رسېدلي دي او د پيښې په اړه به نور جزيات وروسته له رسنیو سره شريک کړي.

تر اوسه ددې چاودنې مسؤليت چاپه غاړه نه دی اخيستی.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close