نوښتګر شاعر محمد عليم بسمل

غزل: محمد عليم بسمل

محمد عليم بسمل

د خدای له کوره مو بلا موده پښه نېولې
د خپل مولی نه خفه نه یو، امنيت خراب دی

په جوماتو کې تکبير اورو؛ خو خطر هم وېنو
د اخرت په بازارو کې هم حالت خراب دی

شوه مـو له خدای سره خبر په نیمایي کې پاتې
ښکلي لمونځونه مو رنګین شول د زړګي په وينو

شول مو په خوله کې تسبیحات لکه ګل پاڼې پاڼې
سپېنې سجدې مو تکې سرې شوې د تندي په وينو

عبدالرحمان بابا به خود روحاني کډه کوي
چې په لحد او هدېرو کې هم چاودنې کیږي

د ښه سړي قبر بسمله! د جنت روضه وي
نن په جنت دپښتنو کې هم چاودنې کیږي

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د