شعـــــرونه

غزل؛ هدايت الله هجران

هدايت الله هجران

ته به يې نه منې پاچا خو ما منلې کيسه
قسم په خدای دی چې له واکه دې وتلې کیسه

منبر، دفتر دې پاچا هره ورځ په ويني لامبي
د زغم له کوره نوره لرې تښتېدلې کيسه

ستا د زوال نښې پاچا په کې له ورايه ښکاري
زياتي د ظلم انتها ته رسېدلې کيسه

د شرق او غرب په قوانينو باندې نه جوړيږي
دا د قرآن او د حديث ازار وهلې کيسه

که څوک ښېرا، کنځا کوي درته ګرم نه دي پاچا
لبرېزه شوې ده له صبره اوړېدلې کيسه

له چا ګيله وکړي او چاته په ژړا شي هجران
دلته امي او ملا دواړو ځورولې کيسه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x