افغانستان

پکتیکا: ګډو ځواکونو ۱۸ ملکي وګړي وژلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۶غبرګولي، ۱۳۹۸ل): د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ  کې بهرنیو او داخلي عسکرو د عامو خلګو په کورونو چاپه وروړې او د ښځو او ماشومانو په ګډون یې تر شلو پورې عام وګړي وژلي.

دغه پېښه د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې تېره ورځ رامنځته شوې، له سیمې څخه راپورونه وايي، چې لومړی الوتکو دوه کورونه بمبار کړي چې په بشپړ ډول له خاورو سره برابر شوي او تر هغه وروسته بهرنیو ځواکونو د داخلي سرتېرو په ملتیا له کورونو خلګ را ایستلي او په ډزو یې ویشتلي.

په وژل شویو کسانو کې ۴ ښځې، ۷ ماشومان او ۷ نارینه شامل دي چې په ډېر وحشت سره وژل شوي.

یاده دې وي چې په دې وروستیو کې د ګډو ځواکونو په حملو او بمباریو کې د ملکي وګړو تلفات د خپل وخت تر ټولو لوړي کچې ته رسېدلي، او هره ورځ لسګونه ملکي وګړي ددې ډول بې رحمه حملو ښکار ګرځي.

له بل لوري، ګډ ځواکونه داسې مهال د عامو خلګو کورونه له هوا بمباروي او خلګ یې په ډزو وژني، چې د هیواد حالات یوه حساس پړاو ته رسېدلي او ټول لوري ادعا کوي چې سولې ته د رسېدلو فرصتونه زیات شوي او باید له لاسه ورنکړل شي.

د هیواد په کونج، کونج کې د ګډو ځواکونو دې ډول بریدونو سولې ته د بهرنیانو او ګډ حکومت په اراده شکونه نور هم زیات کړي.

طالبانو په بیا، بیا دا ډول بریدونه غندلي او له رسنیو یې غوښتي څو دې ډول ملکي تلفاتو ته د پوښښ په ورکولو ځان له مسئولیته خلاص کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Basetkhan

والله که یاسوله راسي اویابه امریکایان لاړسي مسلمانان خطاایستنه ده ترڅوچې مقابل لوری همدغسي دامریکایې غلامانو کورونه ړنګ نراوشځې واړه زاړه یې ونه وژني بله لاره دحل نه لري

خادم منګل

ای د سولی مدعیانو مرکچیانو عام ولس کفارو کباب کباب کړ ولی ولس د مرګ په خوله کی د چاپو بمبارونو په انتظار کی ساتی. په ولس غږ وکړی چی د خپلو ځانونو ناموسونو ساتلو لپاره لاس په کار شی.اوس مهال ولس کفارو ته ډیر سخت په قهر دی که یو د همت او غیرت غږ پری وشی ټول ښځی او نر به د دفاع لپاره هر ډول قربانی ورکړی. دا مبهم سست پړاوونه د ورک شی.

جميل

انالله وانا اليه راجعون
د غاصبو کفارو او د هغو د منافقو يارانو زړونه لا پدی مسلمان او زوريدلی ولس پوره ندی يخ شوی او کرکه يی نوره هم په ډيريدو ده پدی چی شکست او ناکامی منل آسانه ندی ، تر هغو چی تښتی همدا ظلمونه به روان وی .
دا ظالمان دی پدی ښه سر خلاص کړی چی پر دوی به هم دا ژوند په ليونتوب او فکری زجر سره تير شی او په قيامت به هم پوره او په حساب جزا ورکړل شی . ان شاءالله

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x