نړۍ

پاکستان: دوال سټریټ جورنال راپور ردکړ

Gilani-Karzai-543 (نن ټکی اسیا اپریل ۲۰۱۱/۲۸) اسلام اباد: اسلام اباد دلویدیځورسنیو هغه راپورونه په کلکه سره رد کړه کوم چي وایی پاکستان غواړي دافغانستان حکومت په دي راضی کړي چه نور له امریکي سره لاري بیلي کړي او پرځای یی له چین اوپاکستان څخه مرسته وغواړي ترڅو په افغانستان کي د د ایمي امن لپاره لاره اواره شی، پاکستان او دچین هیوادونه دواړه دي ته تیاردي ترڅو دافغانستان دبیا جوړوني او پرمختګ په ډګرونو کي له افغانستان سره پوره مرسته وکړي.

دوال سټریټ په نامه سره ورځباڼي خبرورکړی دی، وایی هغو افغانانو چي  دګیلاني او کرزي د روان کال داپریل د ۱۶ په کتنه کي یی ګدون درلود ورځپاڼي ته خبرورکړی دی چي ښاغلي ګیلاي په ډیره څرګنده توګه کرزي ته وویل چي دغه خبره باید هیره او له پامه وغورځوي چي امریکایانوته باید په افغانستان کی داوږدي مودي لپاره عسکري اډي ورکړل شي.

خو له بله لوری به امریکا کي دپاکستان سفیر حسین حقاني له یوي ورځپاڼی سره دخپلي وینا پرمهال  وویل چي داخبري هیڅ ډول حقیقت نه لري چي ګیلاني دي کوشش کړی وی ترڅو دافغانستان او امریکي په منځ کي جلا والی راولي اوهمدارنګه دپاکستان دبهرنیو چارو ویاندي تهمینه جنجوعي هم  له رویټرورځپاڼي سره په خبروکي زیاته کړه دا یو داسي خبر دي چي مونږیی ډیر درد ولی یو او هیڅ حقیقت نه لري او او په ددارنګه څرګندونو په ماضي کی هیڅ مثال نه لیدل کیږي.

دوال سټریټ جورنال زیاته کړی ده، دګیلاني له خبرو څخه څرګندیږی چي دافغانستان دمسئلی په اړه دواشنګټن او اسلام اباد ترمنځ څومره ژور اختلاف پروت دي او دامریکی لپاره به مشکله وي چي افغاني کړکیچ ته دي یواځی په خپلو ګټوسره دپاي ټکی کیږدي،

دامریکي محتده ایالات اراده لري چي د روان کال دجولای په میاشت کی له افغانستان څخه دخپلو عسکرو په وتلو پیل وکړي او تر ۲۰۱۴ کال پوري به امریکا له افغانستان څخه خپل ټول ځواکونه وباسي، پاکستان بیا کوښښ کوی ترڅو دامریکایانو له وتلو څخه وروسته په افغانستان کي راتلونکی خلا ډکه کړی او یو داسي سیاسۍ ماحول رامنځ ته کړي ترڅو دپاکستان کټي پکی خوندي وساتل شي او دافغانستان خاوره دخپل ابدي دښمن هندوستان په وړاندي دیو سنګر په ډول استعمال کړي.

راپور کاږي چي دپاکستان هیواد دافغانستان دولت له مخالفي ډلي (طالبانو)سره ډیري نژدي او ژوري اړیکي لري، او په وار وار یی داڅرګنده کړي ده چي دطالبانو او افغانستان دولت ترمنځ دمذاکراتو اوپه افغانستان د دایمي امن دراوستولو او د لس کلن جنګ دختمولو لاره دپاکستان له خاوري څخه تریږي.

ورځپاڼه زیاته وي، پاکستان نه غواړي  دامریکي متحده ایالاتو ته اجازه ورکړي ترڅو په سیمه کي یو داسی رول ولوبوي چی وروسته یی په سیمه کي دپاکستان پرګټو باندي منفي اثرات پریوزي.

تیره ورځ ښاغلي ګیلاني دخپل دګوند ویوي غونډي ته دوینا پر مهال وویل، پاکستان به له امریکي سره به هغه صورت کي  ښه اړیکي ولري ترڅو چي دواړه لوری یو دبل وګټو ته احترام ولري، نوموړي زیاته کړه مونږ به هیڅکله له هیڅ یو هیواد سره دخپلو ګټو، ازادي او ځمکنی خود مختاري په خلاف سازش ونکړو، که هغه هیواد هرڅومره زورور وی مونږ یی بیاهم پروا نلرو.

شنونکي وایی پاکستان اوس کوښښ کوی ترڅو په افغانستان کي خپلی ګټي خوندي وساتي هغه که په هره بیه وي، او دافغانستان حکومت رضایت ښودلی دي ترڅو دپاکستان فوځ اوځارګري اداري ته دطالبانو اودافغانستان دولت ترمنخ په خبرو کولو کي مهم رول ورکړي اوپه یونه یو شکل سره دافغانستان لس کلن کړکیچ ته دپای ټکی کیښیږ دي.

څیړونکي وایی د امریکایانو او کرزي ترمنځ اړیکی دومره ښي ندي لکه څومره چي څوکاله مخکي وی، په افغانستان کي دتیر کال له ټاکنو څخه وروسته دامریکایانوله لوري پرکرزي باندي ددرغلیو تورلګول شوی وو، او دلته په پاکستان کی هم دامریکي دپټنیو عملیاتو اوپه وزیرستان کی دډرون بریدونو پرسر دامریکي اوپاکستان اړیکي ورځ تربلي خرابیږي، نوپه داسی وخت کي پاکستانیان غواړي له وخته څخه ګټه واخلي ترڅو دامریکی او افغانستان هیوادونو داړیکو په منځ کی دراړ واچوي.

وړځپاڼي زیاته کړه  دګیلاني اوکرزی دخبرو راښکاره کول کیدای شي دکرزي په حکومت کي دامریکه پلوه کړیو یوه هڅه وی ترڅو دامریکي پرمتحده ایالاتو باندي زور راولي چي څومره ژروي په افغانستان کی له دولت سره د اوږد مهاله نظامي اډو به اړه تړون لاسلیک کړي.

بخت الرحمن بخت ……………….نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x