افغانستان

نوماندانو شورا: د اشرف غني وروستۍ ګمارنې غیرقانوني دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۶غبرګولي، ۱۳۹۸ل):  د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو یو شمېر نوماندان ادعا کوي چې د ګډ حکومت د مشر «محمد اشرف غني» وروستۍ ټاکنې غیرقانوني او کمپایني بڼه لري.

د نوماندانو په وینا، سره له دې چې د حکومت مشر غني قانوني موده پای ته رسېدلي خو نوموړي په دې وروستیو کې په ګڼو مهمو او کلیدي پوسټونو کې بدلونونه راوستلي او د خپلې خوښې وړ کسان یې ګمارلي.

ددوی په خبره، غني له زوره کار اخلي او مصالحې ته تیار نه دی.

د نوماندانو شورا داسې مهال په حکومت مشر غني د غیرقانوني ټاکنو تور پورې کوي چې نوموړي په دې وروستیو کې په دوو بېلو فرمانونو کې د معلوماتو او ټکنالوژۍ پخوانی وزیر «شهزاد ګل اریوبي»  او لوړو زده کړو وزیر «نجیب الله عمري» له دندې ګوښه او په ځای یې «فهیم هاشمي» او «عبدالتواب بالاکرزی» وګمارل.

په داسې یو وخت کې چې د غني کاري موده د قانون له مخې پای ته رسېدلي او باید ځای سرپرست حکومت ته پرېښودل شوی وای خو نوموړی له دې سره، سره په خپل واک ټینګار کوي او په خبره یې سترې محکمې ورته د قانون له مخې واک غځولی.

له ارګ او واک سره د غني لیونۍ مینه اوس د بهرنیو ورځپاڼو سرخط ګرځېدلې، تېره ورځ نیویارک ټایمز ورځپاڼې غني د افغانستان هغه ولسمشر یاد کړی وو چې واک نه پرېږدي او په هوايي طرحو ولس غولونې ته ادامه ورکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سیدزرغون شاه آغا

دوهم ربانی. ربانی چوکی دځان سره ګرزول، خو غ د هوایی فرمانو په صادرولو خپل غیرقانونی حکومت ته مشروعیت ورکوی.

جميل

اوه لکه بی شرفه غنی چی پخپله قانونی وی خو ګمارنی يی غير قانونی دی او يا داچی دا ټوله منافقه بګيلان ځان قانونی بولی ، ټوله د دين او هيواد دښمنان او د يوی امريکی غلامان ياست .

ابو فرحان

السلام عليكم

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x