افغانستان

کابل: د نامعلومو وسلوالو په برید کې د یوې کورنۍ «۷» غړي وژل شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۶غبرګولي، ۱۳۹۸ل):  د کابل ولایت په دریمه امنیتي حوزه کې نامعلومو وسلوالو د یوې کورنۍ ۷ غړي وژلي او ۲ نور ټپیان کړي.

د رسنیو د راپورونو په اساس، پېښه د دریمې امنیتي حوزې اړوند دکارته سخي په نوم سیمه کې رامنځته شوې.

راپورونه زیاتوي، لومړي وسلوال دې کور ته ننوتلي او هلته یې د ۳ ښځو په ګډون د کورنۍ ټول ۷ غړي وژلي او ۲ نور ټپيان کړي.

د کابل د پولیسو ویاند «فردوس فرامز» یاده پېښه تائیدوي او په وینا یې، ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او د بریدګرو د نیولو هڅې روانې دي.

د فرامز په خبره، پېښه د شخصي دښمنۍ په اثر رامنځته شوې او په دې اړوند نورې څېړنې دوام لري.

یاده دې وي چې په دې وروستیو کې د کابل په ګڼ نفوسه ښار کې جنایي پېښې او جرمونه اوج ته رسېدلي، یوازې درې ورځې وړاندې د لویې څارنوالۍ مخته د پولیسو په موجودیت کې نامعلومه وسلوالو یو کس په ډزو وواژه او په خپله مخه ولاړل.

د کابل ښاریان وايي، هیڅ یې امن نه دي او د ماښام تر خپرېدلو وروسته له کوره د وتلو جرات نه دی ورپاتې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ذبیح الله

د لویې څارنوالۍ مخکې چې کومه پېښه شوېده قاتل د پېښې په ځای کې نیول شوی ده خبر دې اصلاح کړه

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x