افغانستان

طالبان: ګډ ځواکونه د ملکي وګړو د وژلو په مټ غواړي «کابل اداره» په مذاکراتي بهیر ورګډه کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۶غبرګولي، ۱۳۹۸ل):  طالبان وايي، ګډ ځواکونه د ملکي وګړو د وژلو او هغوی ته د تلفاتو وراړولو په مټ له یوې خوا د جګړې په ډګر کې خپله ماته پټوي او له بل لوري غواړي د همدې فشار په مټ ګډ حکومت په مذاکراتي بهیر ور ګډ کړي.

د طالبانو له رسمي ادرس څخه په خپره شوې تبصره کې راغلي « که څه هم د اشغال له لومړۍ ورځې ترهګرو امريکايانو او د هغوی داخلې مزدورانو افغان ولس ته له وژنو، شکنجو او غمونو پرته نور څه نه دي راوړي، خو په دې ورستيو کې، چې دښمن له سخت نظامي او سياسي فشار اوتجرید سره مخ دی؛
ددې لپاره چې دخلکو اونړۍ اذهان مختل کړي او دا وښیي چې په رژیم کې هم د وژنو اوکړولو توان او شقاوت شته نو شپنيو چاپو، بمبارد ،هدفي او مرموزو وژنو ته یې زور ورکړی دی».

اعلامیه وړاندې زیاتوي « بزدله او شرمیدلی دښمن غواړي په دې سره په خلکو کې ويره خپره کړي او په جګړه کې د خپلې شرمناکې ماتې کسات له مظلومو هیواد والو واخلي.
د دې بې رحمه وژنو تر شا يو بل هدف داهم کیدای شي چې کابل رژیم د امریکایانو په مرسته غواړي په اسلامي امارت یو ډول فشار واچوي چې په مذاکراتي بهیر کې یې ورشامل کړي؛ ځکه کابل رژیم ټول وحشت اوبربریت له عام ولس سره پیل کړی او په دې کې شک نشته چې عام ولس داسلامي امارت له برحقې داعیې څخه کلکه ننګه او ملاتړ کوي».

د اعلامیې له مخې « خو اوس اوبه له ورخه اوښتي، دا ډول کړنې نشي کولی چې د کاواکه او شړيدلي نظام مراندې ټينګې کړي او نه هم د دوی بايللې جګړه کې د دوی په ګټه مثبت بدلون راوستلی شي او یا هم ولس او اسلامي امارت په دغو فشارونو تر اغېز لاندې راوستلای شي، او په عین حال کې که دکابل رژیم خاندي که ژاړي امریکایان اسلامي امارت هغې مرحلي او پړاو ته رسولي او اماده کړي چې خپلي بسترې به تړي او دالله تعالی په مرسته او ددې ولس په دعاګانو به له افغانستان څخه وځي».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خادم منګل

د کفارو په وعدو معدو مه غلطیږی او د سولی پړاوونو اوږدولو فرصت مه ورکوی. قاطع او پریکنده فیصله د افغان ولس عوښتنه ده. په دی پړاوونو اوږدولو افغان ولس ډیر سخت خفه کیږی.
کفارو د سولی په پړاوونو په پړو باندی د افغان ولس پښی او لاسونه تړلی دی شپه او ورځ یی وژلو ته یوه کړیده قتل عام روان دی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x