
وزیرستان: د پښتون ژغورنې غورځنګ او فوځ تر منځ د لانجې په سیمه کې «۵» مړي موندل شوي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۶غبرګولي، ۱۳۹۸ل): د پاکستان فوځ وایي، د شمالي وزیرستان په خړ کمر نومي سیمه کې یې د پنځو تنو مړي په داسې حالت کې موندلي چې په ګولیو تر ویشتل کېدلو وروسته ویالې ته غورځول شوي وو.
د فوځ له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي « دوی د وژل شویو کسانو د پېژندلو او د قاتلینو د نیولو هڅې کوي».
یاد پنځه تنه د فوځ له یوې امنیتي پوستې څخه د یو نیم کیلو متر په فاصله کې پیدا کړل شوي.
خړ کمر هغه سیمه ده چېرې چې د پښتون ژغورنې غورځنګ پلویان تېره ورځ له فوځ سره په لانجه واوښتل او د فوځ په ډزو کې یې ۳ ملګرو ژوند له لاسه ورکړ او تر ۴۰ پورې نور ټپيان شول.
فوځ ادعا وکړه چې، د پښتون ژغورنې غورځنګ یو شمېر پلویانو ددې غورځنګ د یوه مشر «محسن داوړ» په مشرۍ ددوی په پوسته ډزې وکړې چې په پایله کې یې ۵ سرتېري ټپيان شول.
خو د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي بیا وايي، دوی د یوه سوله ئیز لاریون د ترسره کولو په موخه وزیرستان ته روان وو او هیڅ ډول وسلې ورسره نه وي چې د فوځ له لوري ورباندې ډزې وشوې او ددوی ګڼ شمېر ملګري پکې مړه او ټپيان شول.
په پاکستان کې یو شمېر مدني فعالانو هم د فوځ دا ادعا له حقیقت لرې ګڼلې، د اوسني لومړي وزیر پخوانۍ مېرمنې «ریحام خان» په خپل ټویټر لیکلي « په ۲۰۱۶ کې حکومت ادعا کوله چې په ټول وزیرستان کې اسلحه شتون نه لري اوس په ۲۰۱۹ کې محسن او ملګرو یې اسلحې له کومه کړې».
یاده دې وي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ پلویان داسې مهال د فوځ له لوري وژل کېږي چې څه موده وړاندې دفوځ ویاند «اصف غفور» ګواښ کړی وو چې ددې غورځنګ وخت نور خلاص دی.
پاکستانی فوځ چی په کال ۱۳۹۵ کی په دواړو وزیرستانوکی ۱۱۰۰۰ مساجد اومدرسی شهیدان کړل او ټولی اسلامی نړی هیڅ غبرګون هم ونښود تا د منظور پښتین بی وسلی لاریونونه خو ورته هیڅ هم ندی په ډیر چل او نیرنګ سره یی ختموی