افغانستان

کندز کې د ډاکټر عبدالله سلاکار وژل شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۶غبرګولي، ۱۳۹۸ل): نن سهار په کندز ولایت کې د اجراييه رئيس ډاکټر عبدالله سلاکار د نامعلومو وسله والو په برېد کې وژل شوی دی.

د کندز امنيه قومندان سمونوال منظور ستانکزي رسنیو ته ويلي دي چې نن سهار شاوخوا نهه بجې د کندز ښار په کوچه باغ
سيمه کې د ډاکټر عبدالله سلاکار نور محمد عرب د نامعلومو کسانو له لوري وژل شوی دی.

ستانکزي ويلي دي چې بريدګر په موټر کې سپاره وو چې په عرب يې بريد وکړ، هغه يې وواژه او يو بل تن يې ټپي کړ.

نوموړي ويلي دي چې بريد ګر له سيمي څخه په تېښته بريالي شوي دي خو په وينا يې چې د نيولو هڅې يې روانې دي.
نور محمد عرب په کندز کې د عرب قوم د انسجام د شورا مشر هم و.

د اجراييه رياست وياند فريدون خوځون هم د نوموړي وژنه تائيد کړې ده او ويلي يې دي چې نور محمد عرب په کندز ښار کې د نامعلومو کسانو له لوري وژل شوی دی.

تر اوسه ددې بريد مسؤليت چا په غاړه نه دی اخیستی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x