افغانستان

ننګرهار: د مولوي ريحان قبر ته څېرمه چاودنې شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۶غبرګولي، ۱۳۹۸ل): د ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار اتمې ناحيې اړوند د بهسودو په يوې هديره کې دوه غبرګې چاودنې شوي دي.

راپورونه وايي چې چاودنې هغې هديرې کې شوي دي چيرته چې مولوي ريحان دوه ورځې وړاندې خاورو ته سپارل شوی دی.
ويل کيږي چې د چاودنو هدف د مولوي ريحان قبر و خو د نوموړي قبر ته زيان نه دی رسېدلی.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږياڼي هم په ياده هديره کې چاودنې تاييد کړي خو ويلي يې دي چې د مولوي ريحان قبر ته زيان نه دی اوښتی.

له چاودنو وروسته امنیتي ځواکونه سيمې ته رسېدلي دي او هديره يې کلابنده کړې ده.

مولوي ريحان چې د تيرې جمعې په ورځ د کابل په يو جومات کې په چاودنه کې ووژل شو، له هغې وروسته يې جسد ننګرهار ته وليږدول شو او هلته په خپله پلرنۍ هديره کې خاورو ته وسپارل شو.

تر اوسه د مولوي ريحان او د هغه په قبر د بریدونو مسؤليت چا په غاړه نه دی اخیستی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

دومره دښمنی د څه لپاره؟ د کافرو زړه لا یخ ندی غواړی چی پر مړو هم زړونه یخ کړی. د دی سړی په خوله روژه وه، په جومات کی د حمعی لمانځه د خطبی ویلو په حالت کی شهید شو. مه وایی چی ووژل شو. ده به همیشه خلګ د حق لاری ته رابلل، خیر چی د حکومت په سلطی کی یی ژوند کاوو. کیچیری دا ګناه وی بیا د ټول هغه خلګ چی کابل کی دی ووژل شی.

جميل

اجميل صيب ! تاسو بيا مدعی څه وپيژندی چی واياست دا د کافرانو کار دی کافرانو او منافقو غلامانو خو يی څو لوړی وظيفی ورکړی وی .

غ.حضرت

د حق د سوټی د درد د احساس څخه فقط هغه کسان مصئون دی چی د عقل او ایمان فولادی خولی ئې پر سر پرته وی. غوږ شی، که فقط د لومړی او وروستی ځل لپاره د صفین په جګړه کی د علی بن ابی طالب عسکرو د پلید ابوسفیان د زوی د عسکرو لخوا په نیزه پییلی قرآنی پاڼی په تورو وهلی وای او معاویه مغلوب سوی وای نو به نن او پرون د خوارجو او نورو افراطی او متحجرو مزدورانواو جهالو په کرغیړنو لاسونو د مسجدونو او قرآنونو د سوځلو او انفجار او علماوو د وژلو او دین… نور لوستل »

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx