
د قطر سفر «لسمه برخه»
حفيظ الدين پيرزاده
سھار نھه بجې د ھوټل خوړنځای ته کوز شوم. لږہ شیبه پس ډاکتر صیب راغی!
دلته د چایو ھم ھماغه د ډوډۍ په شان سستم دی،
گڼ خوراکي توکي په لویو لوښیو کې ایښودل شوي وي، ھر سړی د خپل میل او ضرورت په اندازہ ترې را اخلي!
ما او ډاکتر صیب خواړہ را واخیستل، د شیدو د چای فرمائش مو ھم ورکړ او نور یو میز ته کیناستو.
ډاکتر صیب مخامخ یو لوی لوښي ته اشارہ وکړہ او راته یې کړل: ھاغه څه شی دی؟
ما چې ور وکتل، پرې لیکل شوي و؛ أُم علي ( د علي مور ).
ما ورته وویل: دلته اوس څو احتمالات موجود دي؛
۱- دا خواړہ به د علي مور پاخه کړي وي
۲- یا، دا دیگ به د علي د مور وي
۳- یا، د علي مور به په دیگ کې وي، خلک د خرو غوښې خوري نو د علي د مور غوښه خو ترې ډیرہ پاکه دہ(!)
۴- او یا به دا خواړہ أُم علي نومیږي
ډاکتر صیب موسکی شو او راته یې وویل: دا څلورم احتمال قرین قیاس دی!
أُم علي د دې ځای د اوسیدونکیو مخصوص خوراک دی!
ما ورته وویل: که أُم علي ته مو اشتھا وي چې بندوبست یې وکړم؟
ھغه ځواب راکړ: ولې نه مزہ به یې وگورو.
ډاکټر صیب تر څو بله خبرہ کوله، ما ورته د علي مور پر میز حاضرہ کړې وہ!!
ھغه راته وویل: تا ځان ته را نه وړل، ته یې خوند نه گورې؟
ما ځواب ورکړ: نه صیب! زہ په سھار کې د أُم علي شوقي نه یم، که د شپې په گوتو راغله، ھغه بیا جلا خبرہ دہ!
ډاکټر صیب زما پر ځواب ډیر وخندل!
موږ لا چای نه وې خلاصې کړې چې ھغه انگریز ژورنالیست د گوډ مارننگ ( سھار مو پخیر ) پر ویلو مو پر سر ودرید!
ھغه مو ھم له ځان سرہ کیناوہ. شین چای مو په گډہ وڅکه او بیا مو له ډاکتر صیب څخه اجازہ واخیسته او د ھال یو بل سر ته لاړو.
ھلته په چوکیو کیناستو، ژورنالست د آواز ثبتولو یو وړوکی ټیپ پر میز کیښود او مرکه پیل شوہ!
پوښتنه
که ځان د وال سټریټ جورنال لوستونکیو ته ور وپیژنئ!
ځواب
زہ نه پوھیږم مخاطب مې څوک دی؟
که اوّل تاسې ځان راوپیژنئ!
سړی موسکی شو او راته یې وویل: زما نوم کرایگ نیلسن
دی( Craig Nelson )
زہ په کابل کې د وال سټریټ جورنال بیورو چیف ( ټیم مشر) یم!
بیا ما ھم ځان ور وپیژاند!
پوښتنه
که د خپل ھغه شعر په اړہ مالومات راکړې چې تا پرون په غونډہ کې لوستی و او ډیر ښه استقبال شوی و!
زہ له وارہ پوہ شوم چې د ژورنالست صیب موخه دویم شعر و، ځکه په دویم شعر کې یو بیت داسې و چې د ھغه په درد خوړیدل کیدہ؛ ھغه بیت دا و:
پرون یو څو چیت پوزو ټول نظام را مسخرہ کړ
پرون مو د ناموس لمن ته خاورې بادیدې
استعماري رسنیو ته ( کورنۍ او بھرنۍ ) دوہ نکتې په لا شعور کې پیچکاري شوې وي؛ لومړی دا چې د مستعمرہ ملت د مختلفو پرگنو تر منځ نفاق ته پوکی ووھي او دویم داسې خبرونو ته تفوق ورکړي چې په ټولنه کې د بې حیایی، فحشا او اخلاقي انحطاط په ترویج کې مرستندویه وي!
دې بیت او په ټوله کې د پرون تر نامه لاندې شعر د لومړې موخې په تر لاسه کولو کې مرسته کولای شوہ!
خو ما ھم لغماني چل وکړ او لومړی شعر مې چې تشویش نومیدہ، ورته وړاندې کړ!
کرایگ را څخه وغوښتل چې ورته ترجمه یې کړم؛ ما د شعر تلخیص ورته ووایه خو د ټول شعر له ترجمې مې معذرت وغوښت!
بیا یې راته وویل که شعر ورته د ایمیل له لیارې واستوم، ھغه به یې په کابل کې په چا ترجمه کړي!
ما شعر ور واستوہ!
پوښتنه
شعر ته مو څنگه او کله مخه کړہ؟
ځواب
شعر له ماشومتوب څخه لیکم. زما د مرحوم پلار ډیر ملگري تکړہ شاعران ول چې ما به خپل شعر پرې اصلاح کوہ.
پلار مې ھم کله کله شعر لیکه، ھغه دیني عالم و نو شعر ته یې ډیرہ توجه نه کوله خو زما شعرونه یې تل راته اصلاح کول!
بیا د ژوند ستړي روزگار مې له شعر څخه توجه پخپله خوا جلب کړہ خو کله چې افغانستان د غربي طاقتونو لخوا اشغال شو نو د ھغوی د دې غیر قانونې کړنې په مخالفت کې شعر راته تر ټولو بھترہ او موثرہ وسیله ښکارہ شو، ھماغه و چې یو ځل بیا مې شعر ته مخه کړہ!
پوښتنه
په څو کلنۍ کې مو لومړی شعر ولیکه؟
ځواب
په ۱۴ کلنۍ کې.
ھغه مھال موږ په پیښور کې مھاجر و، روسانو افغانستان اشغال کړی و!
بیا یې زما د شخصي ژوند، او د سویدن په اړہ راڅخه پوښتنې وکړې. او ما ھم بنډار گفته ځوابونه ورکړل!
پوښتنه
څه فکر کوئ آیا د طالبانو دریځ د ښځو په اړہ تغیر موندلای؟
ځواب
د طالبانو دریځ د ښځو په اړہ زما له شعر سرہ څه رابطه لري؟
ژورنالست صیب موسکی شو، ویل یې: ھیڅ خو ھسې غوښتل مې ستاسې نظر په دې اړہ له ځان سرہ ولرم!
ما ورته وویل: زموږ سرہ په دې کنفرانس کې ښځینه گډونوالې ھم وې، چې ماته مثبت بدلون ښکاري!
زہ د طالبانو د دریځ په اړہ څه نه وایم، ښه به وي له ھغوی پوښتنه وکړئ!
پوښتنه
خو بیا ھم ستاسې نظر د طالبانو د دریځ په اړہ څه دی؟
ځواب
د طالبانو د دریځ په اړہ زہ ھم د غربیانو غوندې نظر لرم!
زہ ھم په دې فکر یم چې دا خلک او دریځ یې unbreakable ( نه ماتیدونکي) دي!
په آخر کې ژورنالست صیب راڅخه مننه وکړہ، خپل وزِت کارت یې راکړ او راته یې وویل: که کله کابل ته راغلې نو کیدای شي
وگورو او د افغانستان په اړہ سرہ نورې خبرې وکړو!
ما مننه ترې وکړہ او بیرته خپلو ملگرو ته ترې راغلم.
له متقي صیب سرہ دویمه لیدنه او زما بل شعر:
( دا لړۍ ادامه لري)