
د ملا برادر په مشري د طالبانو مذاکراتي ټیم غړي مسکو ته روان دي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۶ غبرګولي، ۱۳۹۸ل): د طالبانو د مشر سیاسي مرستیال او سیاسي دفتر مشر ملا برادر اخوند د طالبانو د مذاکراتي ټیم په ملتیا د روسیې په رسمي بلنه مسکو ته روان دی او تمه ده چې هلته به سبا د سې شنبې په ورځ (۲۸ مئ) د روسیې او افغانستان د سل کلنو دیپلوماتیکو اړیکو په یاد غونډه کې ګډون کوي.
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین نن ټکی اسیا ته وویل چې د چهارشنبې په ورځ (۲۹ مئ) به د یو شمیر افغان سیاسینو سره هم په یوه بین الافغاني غونډه کې یو ځای شي.
د نوموړي په وینا په دغه پلاوي کې د طالبانو لاندي کسان شامل دي:
محترم ملا برادر اخند،
شیرمحمدعباس ستانکزی
شیخ شهاب الدین دلاور
شیخ سیدرسول حلیم
ملا محمد فاضل اخند
مولوی امیرخان متقی
ملا عبدالطیف منصور
مولوی عبدالسلام حنفي
قاري دین محمد حنیف
محمدسهیل شاهین
ملاخیرالله خیرخوا
مولوی محمد نبی عمری
ملا نورالله نوری
مولوی محمدحسن
ویل کیږي چې د افغانستان له اړخه به په دغه غونډه کې پخوانی ولسمشر حامد کرزی او د سولې عالي شورا مشر کریم خلیلي هم ګډون وکړي. او ټاکل شوې چې افغان لوري به په خپلو کې د افغان سولې او راتلونکې په اړه خبري وکړي.
د قطر دفتر کی به څوک پاتی وی ؟؟
هن طالبانو صاحبانو
په بحث کې ګډون وکړه…خوستی صاحب ته.
قطر دفتر؟
طالیبانو ټوله پاچهی د واسکټ په جیبونو کی ګرځوله،نو د قطر دفتر به یی هم واسکټ جیبونو ته چولی وی،
ولی نه یو وردګ پیره دار پاتی دی چی پیره داری وکړی او هم ګلانو ته اوبو ورکړی.
روژه مو په خیر.
روسان د افغانستان سلمه کالیزه نمانځی.او دا پرتمین جشن لپاره یی طالیبان غوښتی دی.
سوله مسکو کی څه کوی؟
سوله امریکا او اسلام اباد په لاس کی ده.
طالیب او دولت به خبر هم نه وی چه پریکړه به وشی.نهه ملیارده ډالر فقط د افغانستان د سوله په خاطر سعودی عرب پاکستان ته ورکړل.
لکه چه د طالیب د سر سودا ده،
هلکه له تا به سړی څه زدکړي خوشې لګیایې ، غفار خان د څه وکړه ! په هندوانو کې یې اتڼ کاوو جناح پاکستان جوړ که خو هغه او تاسو پښتونستان خرڅ که ٬٬
غمي خانه، طالب څوځلي په عمل کي درته وښوده او بيا به ئي هم درته وښي چه د هيچا پوري ددوي سپيځلي خوځښت ندي تړلي او دپاکي عقيدي په زور مخ په وړاندي روان دي. نو پوه شه چه ستابيځايه تبليغات دګوډاګي او فاحيش حکومت لپاره نوره کومه ګټه نه کوي. کاروان
افغانی پلاوی کی به ښه خلک هم وی مګر د کرزی او خلیلی په شان لوی غلامان به هم پکی ونډه لری کوم چه تر ټولو لوی ملی خاینان او د الله ج دشمنان دی، مګر دا چه د غلامی اداری اوسنی غړی نه دی، که د مجاهدینو مشران له دوی سره هم خبری ونه کړی چاره نشته او دا کومی رسمی خبری هم نه دی . د دوی سره خبری کول هم د زهرو ګوټ دی یعنی دغه کسان او په ځانګړی ډول لوی غلام ( کرزی ) باید د خبرو په ځای اسلامی محکمه کی محاکمه شی. دا… نور لوستل »
بیانزی صیب الله پاک دی راته ژوندی لره د۲۰۱۲کال ملګری اومینه وال دی یم
محترم ورور محمد صادق صاحب سلامونه او نیکی هیلی مو ومنی!
ډیره مننه چه پخوانی دوستی خاطری مو بیا تازه کړی، له نن تکی اسیا څخه زما په اچازه زما ایمیل تر لاسه کړی په ایمیل کی به مفصل مرکی سره ولرو ، الله ج دی راته تل ژوندی او ګړندی لره
داسی ښکاری چی د فطر دفتر کی صرف یو پیره دار چی هغه هم وردګ دی پاتی شوی دی.
کچیری د روسانو د وخت د مجاهدینو مجلی او اخبار راوخلو نو په هره پاڼه کی یی د روسانو سره خبری، رابط او موالات مطلق کفر بللی. خو اوس ګورو چی مونږه په ویاړ او افتخار سره وروان وو. یا خو د لینین زامن مسلمان شوی او یا خو زمونږه مسلمانی کی څه شک ده.