تمريناتي سيالۍ جدي نيول افغان لوبډلې ته په ستر زيان تمام شوه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۶ غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د افغانستان او انګلستان کرېکټ لوبډلو ترمنځ په دويمه تمريناتي سيالۍ کې افغان لوبډلې له انګلستان څخه ستره ماتې وخوړه.

د افغان لوبغاړو لخوا تمريناتي سيالۍ له اندازې زياته جدي نېول ستونزمن تمام شول چې له نيمايي زياتې ويکټې يې بېځايه له لاسه ورکړې، په دې لړ کې ځاځي، رحمت، اصغر او نائب غلط شاټونو او د شهيدي او نجيب بېځايه منډې جوړونې ددوی ويکټې وسوځولې.

په ياده لوبه کې پچه انګلستان وګټله او افغان لوبډلې ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه، چې د شهزاد په نه شتون له محمد نبي پرته ټول توپوهونکي ناکام ثابت شول.

د حضرت ځاځي او رحمت شاه غلط شاټونو له پېله پر افغانستان فشار زيات کړ، چې وروسته اصغر افغان يو وار بيا ناکام ثابت شو، همدا ډول نائب، نجيب او راشد هم ژر خپلې ويکټې له لاسه ورکړې.

په وروستۍ شېبو کې محمد نبي غوره توپوهنه وکړه او د دولت ځدران سره يې تر ۵۰ منډو ملګرتيا جوړه کړه، چې هدف يې تر ۱۶۰ منډو ورساوه.

په ځواب کې د جيسن روی او جوني بيرسټو لخوا چټک پېل وشو، چې ټاکلی هدف يې په ۱۸م اور کې د جيسن روی په شپږيزه د يوې ويکټې په سوځېدلو بشپړ کړ.

جوني بيرسټو له ۳۹ منډو جوړولو وروسته وسوځېد، جيسن روی په ۴۶ توپونو ۸۹ منډې وکړې، ورسره جويي روټ ۲۹ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، د افغانستان لخوا يوازينۍ ويکټه محمد نبي واخيستله.

له دې وړاندې په لومړۍ تمريناتي سيالۍ کې افغان لوبډلې له حوصلې ډکه لوبه نندارې ته وړاندې کړې وه چې د پاکستان ۲۶۳ منډو هدف يې په اسانه بشپړ کړی و، خو په ننۍ سيالۍ کې يې د هغې برعکس لوبه وکړه چې نتيجه يې هم زيانمنه وليدل شوه.

ياده دې وي چې د ۲۰۱۹م کرېکټ نړيوال جام سيالۍ د روانې مۍ مياشتې په ۳۰مه نېټه د راتلونکې پنجشنبې په ورځ پېليږي او افغانستان به د شنبې په ورځ له استراليا سره لومړۍ سيالۍ ترسره کوي.

Tags

Related Articles

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

انګلستان د کوډو او سِحر او جادو او لسو نورو کُسمادریو په مرسته زموږ د هیواد په سل کلن کریکټی ډګر کی د هری لوبی د ګټلو د ادعا حق درلودلی دی او دا ادعا به تر هغی دوام ومومی څو دا شیطانی جزیره تر اوبو لاندی کیږی.

Back to top button